عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ رضي الله عنهما قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«كَتَبَ اللهُ مَقَادِيرَ الْخَلَائِقِ قَبْلَ أَنْ يَخْلُقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِخَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ، قَالَ: وَعَرْشُهُ عَلَى الْمَاءِ».

[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له عبد الله بن عمرو بن العاص - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی علیه وسلم څخه اوریدلي دي چې فرمایل یې:
«كَتَبَ اللهُ مَقَادِيرَ الْخَلَائِقِ قَبْلَ أَنْ يَخْلُقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِخَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ، قَالَ: وَعَرْشُهُ عَلَى الْمَاءِ». «الله د آسمانونو او ځمکې له پیدا کولو څخه پنځوس زره کاله مخکې د مخلوقاتو تقدیر لیکلی دی، وایې: پداسې حال کې چې عرش یې د اوبو له پاسه و».

صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله پاک د ځمکې او آسمانونو له پیدایښت څخه پنځوس زره کاله مخکې د مخلوقاتو د تقدیر په اړه هر هغه څه په تفصیل سره په لوح محفوظ کې لیکلي دي چې پیښیږي به: لکه ژوند، مرګ، رزق او داسې نور، او دا د هغه تقدیر سره سم ترسره کېدونکي دي لکه څرنګه یې چې الله تعالی پریکړه کړې ده. هرڅه چې شتون مومي نو هغه د الله تعالی د پریکړې او تقدیر سره سم کیږي. نو هغه څه چې بنده ته رسیدونکي دي هیڅکله به ترې خطا نه شي، او هغه څه چې ورته رسیدونکي ندي، هیڅکله به ور ونه رسیږي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په قضا او قدر د ایمان فرضیت.
  2. تقدیر د شیانو په اړه د الله تعالی له پوهې، لیکلو، ارادې، او د هغوی له پیدا کولو څخه عبارت دی.
  3. پدې ایمان چې تقدیرونه د اسمانونو او ځمکې له پیدایښت څخه مخکې لیکل شوي دا ثمره زیږوي چې انسان پرې راضي شي او تقدیر ته تسلیم شي.
  4. دا چې د رحمن ذات عرش د ځمکې او آسمانونو له پېدایښت څخه وړاندې د اوبو له پاسه و.
نور