عَنِ ابْنِ مَسْعُودٍ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«سَتَكُونُ أَثَرَةٌ وَأُمُورٌ تُنْكِرُونَهَا» قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: «تُؤَدُّونَ الحَقَّ الَّذِي عَلَيْكُمْ، وَتَسْأَلُونَ اللَّهَ الَّذِي لَكُمْ».

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له ابن مسعود رضی الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«سَتَكُونُ أَثَرَةٌ وَأُمُورٌ تُنْكِرُونَهَا» قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: «تُؤَدُّونَ الحَقَّ الَّذِي عَلَيْكُمْ، وَتَسْأَلُونَ اللَّهَ الَّذِي لَكُمْ». «داسې ځان غوښتونکي او چارې به وي چې تاسو یې نه خوښوئ، هغوی وویل: اې د الله رسوله، ته موږ ته په څه امر کوې؟ هغه وفرمایل: تاسو به هغه حق ادا کوئ چې پر تاسو دی، او خپل حق به له الله جل جلاله څخه غواړئ».

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې په مسلمانانو به داسې حاکمان وګمارل شي چې د مسلمانانو په مال او نورو دنیاوي چارو باندې به انحصار کوي، په خپله خوښه به یې مصرفوي او له مسلمانانو څخه به پکې د هغوی له حق څخه انکار کوي. او په دیني چارو کې به هم داسې کارونه کوي چې د منلو به نه وي. نو صحابه کرامو رضی الله عنهم پوښتنه وکړه چې: په داسې حالت کې باید څه وکړي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چې د هغوی دا کار - چې ستاسو مالونه یې ځانته کړل- باید تاسو هغوی ته له غوږ نیولو او واجب اطاعت څخه منع نه کړي، بلکې صبر وکړئ، غوږ ورته ونیسئ او اطاعت یې وکړئ او د واک په سر ورسره شخړه مه کوئ، او تاسو خپل حق له الله څخه وغواړئ او - دعا ورته وکړئ چې الله - یې اصلاح کړي او تاسو د هغوی له شر او ظلم څخه وساتي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي تايلندي آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. دا حدیث د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر نبوت دلیل دی، ځکه په راتلونکې کې یې د هغه څه په اړه خبر ورکړی چې د هغه په امت کې به پېښېږي، نو همغسي پېښ شول لکه څرنګه یې چې خبر ورکړی و.
  2. دا روا ده چې پر یو چا مصیبت راتلونکی وي او په اړه یې هغه ته مخکې له مخکې خبر ورکړل شي، تر څو یې په زړه کې ځای ونیسي، نو کله چې پرې راشي صبر کوونکی به وي او له الله جل جلاله څخه به یې اجر غوښتونکی وي.
  3. په قرآن او سنتو منګولې لګول له فتنو او اختلافونو څخه د خلاصون لار ده.
  4. هغه واکمنانو ته غوږ نیول او اطاعت یې کول چې په نیکۍ امر کوي او په وړاندې یې بغاوت نه کول، که څه هم دوی ظلم وکړي.
  5. د فتنو په وخت کې له حکمت څخه کار اخیستل او د سنتو پیروي کول.
  6. انسان باید هغه حق ادا کړي چې پرې دی، حتی که څه نا څه ظلم ورسره شوی وي.
  7. پدې کې د دې قاعدې ثبوت دی چې: له دوو شرونو څخه هغه غوره کیږي چې ضرر یې کم وي او له دوو ضررونو څخه هغه چې د بل په پرتله لږ وي.