عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بنِ عُمرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«كُلُّكُمْ رَاعٍ فَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، فَالأَمِيرُ الَّذِي عَلَى النَّاسِ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُمْ، وَالرَّجُلُ رَاعٍ عَلَى أَهْلِ بَيْتِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُمْ، وَالمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ عَلَى بَيْتِ بَعْلِهَا وَوَلَدِهِ وَهِيَ مَسْئُولَةٌ عَنْهُمْ، وَالعَبْدُ رَاعٍ عَلَى مَالِ سَيِّدِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُ، أَلاَ فَكُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ».

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«كُلُّكُمْ رَاعٍ فَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، فَالأَمِيرُ الَّذِي عَلَى النَّاسِ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُمْ، وَالرَّجُلُ رَاعٍ عَلَى أَهْلِ بَيْتِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُمْ، وَالمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ عَلَى بَيْتِ بَعْلِهَا وَوَلَدِهِ وَهِيَ مَسْئُولَةٌ عَنْهُمْ، وَالعَبْدُ رَاعٍ عَلَى مَالِ سَيِّدِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُ، أَلاَ فَكُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ». په تاسو کې هر یو ساتونکی او د خپل رعیت مسؤول دی، څوک چې په خلکو باندې واکمن وي هغه ساتونکی او د هغوی د ساتنې مسؤولیت لري او یو سړی د خپلې کورنۍ د خلکو ساتونکی او د هغوی د ساتنې مسؤولیت لري او ښځه د خپل میړه د کور او د هغه د اولادونو ساتونکې ده او د ساتنې مسؤولیت یې لري او خادم د خپل مالک د مال ساتونکی او د هغه مسؤول دی، خبردار اوسئ چې ستاسو هر یو مسوولیت لري او هر یو ستاسو څخه د خپل رعیت مسوول دی.

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې په ټولنه کې هر مسلمان مسؤلیت لري چې باید په غاړه يې واخلي. واکمن د هغه څه د ساتنې مسوول دي چې الله ورسپارلي دي، باید قوانین یې خوندي کړي او له هغه چا یې ساتنه وکړي چې تیری پرې کوي او دا چې د دښمنانو په وړاندې یې مبارزه وکړي او حقونه یې ضایع نه کړی. او هر سړی په خپلې کورنۍ کې مکلف دی چې نفقه ورکړي، ښه ژوند ورسره وکړي، زده کړه پرې وکړي او ادب ور وښیي. ښځه د خپل مېړه په کور کې د هغه د کور د سم مدیریت او د هغه د ماشومانو د پالنې مسووله ده او مسؤولیت یې په غاړه لري. خدمتګار نوکر او مزدور د خپل بادار په هغه مال کې چې په واک کې یې دی د ساتنې او د هغه د خدمت مسوولیت لري. نو ستاسو هر یو د هغه څه ساتونکی دی چې ساتل یې ورتر غاړي دي او هر یو د خپل رعیت مسوول دی.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په مسلمانه ټولنه کې مسؤلیت عمومي دی او هر یو د خپل توان سره سم مسوولیت لري.
  2. د ښځې ستر مسوولیت، چې په حقه د خاوند د کور او د هغه د اولادونو په وړاندې مسوولیت ادا کړي.