عن أسامة بن زيد رضي الله عنهما عن النبي صلى الله عليه وسلم قال:
«مَا تَرَكْتُ بَعْدِي فِتْنَةً أَضَرَّ عَلَى الرِّجَالِ مِنَ النِّسَاءِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 5096]
المزيــد ...

له اسامه بن زید رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"ما له ما څخه وروسته د ښځو په څېر بله داسې فتنه نه ده پریښی چې هغه دې نارینه و ته ډېره زیانمنه وي. (یعنې د نارینه و لپاره د ښځو له فتنې څخه بله زیانمنه فتنه نشته)".

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 5096]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې له هغه وروسته یې داسې فتنه او امتحان ندی پریښی چې د سړیو لپاره زیان رسوونکې وي لکه څومره چې ښځې دي، که چېرته یې له کورنۍ څخه وي، نو له شریعت څخه د سرغړونو له امله به د ده لپاره امتحان وي، او که ترې پردۍ وي نو د اختلاط او خلوت او هغه فسادونو له امله چې لدې دواړو څخه رامنځته کیږي د ده لپاره فتنه او امتحان وي.

د حديث له ګټو څخه

  1. یو مسلمان باید د ښځو له فتنې څخه ځان وساتي او هره هغه لار باید بنده کړي چې د فتنې لامل ګرځي.
  2. مؤمن باید په الله جل جلاله ملا وتړي، او له فتنو څخه د خوندي کېدو په هیله هغه ته پناه یوسي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (63)