عَنْ ابْنِ عُمَرَ رَضيَ اللهُ عنهُما أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«مَا حَقُّ امْرِئٍ مُسْلِمٍ لَهُ شَيْءٌ يُوصِي فِيهِ، يَبِيتُ ثَلَاثَ لَيَالٍ، إِلَّا وَوَصِيَّتُهُ عِنْدَهُ مَكْتُوبَةٌ»، قَالَ عَبْدُ اللهِ بْنُ عُمَرَ رضي الله عنهما: «مَا مَرَّتْ عَلَيَّ لَيْلَةٌ مُنْذُ سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ ذَلِكَ إِلَّا وَعِنْدِي وَصِيَّتِي».
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 1627]
المزيــد ...
له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې ویل یې:
کله چې یو مسلمان د وصیت کولو لپاره څه ولري، نو ورته روا نه دي چې درې شپې پرې تېرې شي پرته لدې چې هغه یې لیکلی وي" عبدالله بن عمر رضی الله عنهما وویل: "له هغه وخته چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دا خبره اوریدلې، پر ما یوه شپه هم داسې نه ده تېره شوې چې وصیت مې راسره نه وي".
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 1627]
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې هېڅ مسلمان ته نه ښایي چې درې شپې پرې تېرې شي او په حقوقو او یا پېسو کې د وصیت کولو حق ولري، که څه هم لږې وي، مګر دا چې وصیت یې باید ورسره لیکلی وي. عبد الله بن عمر رضي الله عنهما ویلي: له کله نه مې چې دا وینا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي نو پر ما یوه شپه هم داسې نه ده تېره شوې مګر دا چې وصیت مې راسره وي.