عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ بْنِ مِحْصَنٍ الْأَنْصَارِيِّ رَضيَ اللهُ عنهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«مَنْ أَصْبَحَ مِنْكُمْ مُعَافى فِي جَسَدِهِ، آمِنًا فِي سِرْبِهِ، عِنْدَهُ قُوتُ يَوْمِهِ، فَكَأَنَّمَا حِيزَتْ لَهُ الدُّنْيَا».
[حسن] - [رواه الترمذي وابن ماجه] - [سنن ابن ماجه: 4141]
المزيــد ...
له عبیدالله بن محصن الأنصاري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
چا چې پداسې حال کې سهار کړ چې بدن یې روغ وي، کور او چاپېریال یې امن وي، د ورځې لپاره غله ولري، نو داسې ده لکه دا ټوله دنیا چې ورته راټوله شوې وي.
[حسن] - - [سنن ابن ماجه - 4141]
رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته خبر ورکوي چې: اې مسلمانانو، له تاسو څخه چې څوک په داسې حال کې سهار کړي چې بدن یې له ناروغیو او دردونو سالم وي، په ځان، کورنۍ، اولادونو، او لاره کې امن وي، هیڅ ویره ونه لري، د ورځې لپاره له حلالو څخه دومره غله یا روزي ولري چې بسنه کوي، نو داسې ده لکه ګویا چې ټوله دنیا ورته راټوله شوې وي.