+ -

عَن عَبْدِ اللَّهِ بنِ مَسْعُودٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: كُنَّا مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ:
«مَنِ اسْتَطَاعَ البَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ، فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ، وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ، وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ، فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 1905]
المزيــد ...

له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې: موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو، نو ویې فرمایل:
«مَنِ اسْتَطَاعَ البَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ، فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ، وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ، وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ، فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ». "څوک چې (د کوروالي)وړتیا ولري نو واده دې وکړي، ځکه چې دا (کار) د سترګو د حفاظت او شرمګاه د ساتلو لپاره غوره دی، او څوک چې توان نه لري، نو روژه دې ونيسي، ځکه دا ورته (شهوت پرې کوونکې)ده".

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 1905]

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه کسان واده کولو ته هڅولي چې د جماع کولو توان ولري او د واده لګښتونه پرې کړای شي؛ ځکه پدې سره یې سترګې له حرامو ساتل کیږي او عفت یې هم ساتل کیږي، او په بد کاریو له اخته کېدو څخه یې مخنیوی کوي. او څوک چې د واده کولو له بار څخه نه شي وتلی او د کوروالي وړتیا ولري نو روژه دې ونیسي، ځکه روژه د شرمګاه شهوت او د منیو شر پرې کوي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي نیپالي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د عفت اسبابو ته د اسلام لیوالتیا او له بې حیایۍ څخه یې پر خوندیتوب ټېنګار.
  2. پر هغه چا د روژې نیولو ټېنګار چې د واده له بار څخه نه شي وتلی، ځکه چې روژه نیول شهوت کمزوری کوي.
  3. د روژې په نیولو سره د خصي کېدلو د تشبیه لامل دا دی چې څوک خصي شي نو شهوت یې پرې کیږي او روژه هم د کوروالي لپاره شهوت کمزوری کوي.