عن أبي هريرة رضي الله عنه مرفوعاً: «من صَام رمضان إيِمَانًا واحْتِسَابًا، غُفِر له ما تَقدَّم من ذَنْبِه».
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...
له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت دی: چا چې د رمضان - میاشتې - روژه د ایمان او - الله سره د اجر په امید - ونیوله، د هغه مخکیني ګناهونه به وبخښل شي.
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
د حدیث معنا: چا چې د رمضان روژه په الله تعالی د ایمان ، د هغه په ژمنې د باور، او د هغه سره د ثواب په نیت ونیوله، او موخه یې ورڅخه د الله تعالی خوښي وه؛ نه ریا او شهرت، ټول مخکني ګناهونه به یې وبخښل شي.