عن أَبِي مُوسَى الأَشْعَرِيِّ رضي الله عنه: أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ:
«مَنْ صَلَّى ‌الْبَرْدَيْنِ دَخَلَ الْجَنَّةَ»

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 574]
المزيــد ...

له ابو موسی الأشعري -رضی الله عنه- څخه روایت دی چې بېشکه رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرماېلي:
«مَنْ صَلَّى ‌الْبَرْدَيْنِ دَخَلَ الْجَنَّةَ» «څوک چې دوه د یخنۍ لمونځونه وکړي نو جنت ته به داخل شي»

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 574]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د یښنۍ د وخت د دوو لمونځونو په ادا کولو ټینګار کوي چې هغه د سهار او مازدیګر لمونځونه دي، او زېری ورکوي چې چا دا دواړه وکړل او د دوی حق یې ادا کړ یعنې په وخت او جماعت سره یې ادا کړل، نو دا دواړه به یې جنت ته د داخلېدو لامل وګرځي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د سهار او مازدیګر پر لمونځونو ټېنګار؛ ځکه چې د سهار لمونځ د خوندور خوب پرمهال او د مازدیګر لمونځ د انسان د بوختیا پر مهال وي، نو چا چې پرې ټینګار وکړ نو خامخا نورو پاتې لمونځونو ته پاملرنه کوي.
  2. د سهار او مازدیګر لمونځونو ته ځکه د یخنۍ لمونځونه وویل شول چې؛ د سهار په لمانځه کې د شپې یخني او د مازدیګر په لمانځه کې د ورځې یخني وي، که څه هم په ګرمۍ کې وي ځکه چې د غرمې د ګرمۍ په پرتله یخ وي، یا دا چې د تغلیب له مخې دا نوم ورکول شوی، لکه څنګه چې لمر او سپوږمۍ ته قمران ویل کیږي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (53)
نور