عَنْ جَابِرٍ رَضيَ اللهُ عنهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«مَنْ قَالَ: سُبْحَانَ اللهِ العَظِيمِ وَبِحَمْدِهِ، غُرِسَتْ لَهُ نَخْلَةٌ فِي الجَنَّةِ».

[صحيح] - [رواه الترمذي] - [سنن الترمذي: 3464]
المزيــد ...

له جابر رضي الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
څوک چې: سُبْحَانَ اللهِ العَظِيمِ وَبِحَمْدِهِ ووایي نو د هغه لپاره په جنت کې یوه د خرما ونه کښېنول شي».

[صحيح دی] - [الترمذي روایت کړی دی] - [جامع الترمذي - 3464]

تشریح

پیغمبر صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې څوک ووایي: «سبحان الله» یعنې د الله پاکي بیانوم «العظیم» هغه ذات چې په ذات، صفاتو او افعالو کې تر ټولو لوی دی، «وبحمده» یعنې د هغه له ستاینې سره یو ځای، نو هر ځل چې دا جمله وايي، په جنت کې ورته یوه د خرما ونه کېښودل کېږي.

د حديث له ګټو څخه

  1. پرله پسې د الله تعالی ذکر ته هڅوونه چې له جملې څخه یې تسبيح (سبحان الله) او تحمید (الحمد لله) دي.
  2. جنت پراخه دی، او کښتونه یې تسبيح او تحمید دي، دا د الله تعالی له لوري فضل او نعمت دی.
  3. په حدیث کې په ځانګړې توګه د خرما د ونې یادونه شوې، نه نورې ونې؛ ځکه چې ګټې یې ډېرې او مېوه یې ښایسته ده، له همدې امله الله تعالی په قرآن کې د مؤمن او د هغه د ایمان مثال د خرما له ونې سره ورکړی.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (40)