عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
«مَنْ يَقُمْ لَيْلَةَ الْقَدْرِ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ»

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 35]
المزيــد ...

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي:
"څوک چې د قدر شپه پر هغې د ایمان لرلو او ثواب په نیت - په عبادت - کې تیره کړي، د هغه تېر ګناهونه به وبخښل شي".

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 35]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په عبادت سره د قدر د شپې تېرولو له فضیلت څخه خبر ورکوي؛ کومه چې د رمضان د میاشتې په وروستیو لسو شپو کې ده، او دا چې چا پکې - په لمونځ کولو، دعاء، قرآن کریم لوستلو او ذکر کولو سره - زیار وویست، پداسې حال کې چې - د قدر په شپې او هغه څه یې چې په فضیلت کې راغلي دي - ایمان ولري، او په عمل سره یې د الله څخه د اجر لاسته راوړلو هیله وي؛ نه ځان ښودنه او شهرت، نو یقینا چې هغه انسان ته به د هغه ټول مخکني ګناهونه وبخښل شي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د قدر د شپې فضیلت او په عبادت سره یې په تېرولو ټینګار.
  2. نېک عملونه یوازې د نیت له اخلاص سره منل کیږي.
  3. د الله تعالی فضل او رحمت، ځکه چا چې د قدر شپه له ایمان او د ثواب په نیت په عبادت کې تېره کړه، د هغه مخکیني ګناهونه به وبخښل شي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (67)
نور