عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «من يُرِدِ الله به خيرا يُصِبْ مِنه».
[صحيح] - [رواه البخاري]
المزيــد ...

له أبو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی فرمایي چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: چاته چې الله د خیر اراده وکړي هغه ته تکلیف وررسوي.
صحيح - بخاري روايت کړی دی

تشریح

کله چې الله خپلو بندګانو ته د خیر اراده وکړي نو په ځان، مال او اولادونو کې یې امتحانوي، تر څو یې د ګناهونو د بخښنې او درجو د لوړیدو لامل شي، او که یو هوښیار انسان د تکلیفونو او مصیبتونو پایلو ته پام وکړي، و به مومي چې دا په دنیا او آخرت کې خیر دی، په دنیا کې یې ښېګڼه دا ده چې انسان الله تعالی ته په دعا، استغفار او اړتیا څرګندولو سره رجوع کوي، او په آخرت کې یې پایله د ګناهونو بخښل او د درجو لوړیدل دي، الله تعالی فرمایي: (وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنْفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ) ژباړه: او خامخا مونږ به تاسو ضرور په یو شي سره له وېرې او لوږې او د مالونو او ځانونو او مېوو په نقصان (كمي) سره ازمایو، او صبر كوونكو ته زېرى وركړه . مګر دا حدیث مطلق دي چې په نورو حدیثونو سره مقید شوی دی کوم چې دلالت کوي پر دې چې مراد ورڅخه: هغه څوک دي چې الله ورته د خیر اراده وکړي نو صبر کوي او د اجر امید له الله څخه ساتي، نو الله یې په مصیبت وررسولو سره امتحان کړي، خو که چیرته یې صبر ونه کړ نو کیدی شي نور ډیر مصیبتونه ورورسیږي چې خیر په کي نه وي، او الله به ورته د خیر اراده ونه کړي، کافرانو ته ډیر مصیبتونه رسیږي، سره لدې بیا هم په خپل کفر پاتې کیږي تر دې چې پرې مړه شي، نو دوی پرته له شکه هغه څوک دي چې الله ورته د خیر اراده نده کړې.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه ألماني ياباني
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. مؤمن له ډول ډول مصیبتونو سره مخ کیږي، کله دا - مصیبتونه - په دین او کله په مال کې وي.
  2. د مسلمان لپاره لوی زیری؛ ځکه هر مسلمان له اذیت څخه خلاص نه دی.
  3. ازمیښتونه ډیر کرتې د خپل بنده سره د الله د مينې نښه وي، تر دې چې درجې یې لوړې کړي، رتبه يې پورته کړي، او ګناه یې وبخښي.