+ -

عَنِ البَرَاءِ بْنِ عَازِبٍ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«المُسْلِمُ إِذَا سُئِلَ فِي القَبْرِ: يَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ»، فَذَلِكَ قَوْلُهُ: {يُثَبِّتُ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا بِالقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ} [إبراهيم: 27].

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 4699]
المزيــد ...

له البراء بن عازب رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
له مسلمان څخه چې کله په قبر کې د شهادت د کلمې پوښتنه وشي هغه به وایي چې: أشهدُ أن لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ» نو دا د الله تعالی د همدې وینا مصداق دی چې فرمایي: {يُثَبِّتُ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا بِالقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ} [إبراهيم: 27]. کلکوي ( مضبوطوي په صحیح جواب ورکولو سره) الله تعالی مؤمنانو لره په مضبوطه وینا (کلمه د حق) باندې په دنيوی ژوند او آخرت کې.

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 4699]

تشریح

له مسلمان څخه په قبر کې پوښتنه کیږي، دوه ملاېکې ترې پوښتنه کوي چې منکر او نکیر نومیږي او دا نومونه یې په ډېرو حدیثونو کې راغلي او دوی ته همدا دنده ورسپارل شوې. نو ګواهي به ورکوي پر دې چې له الله پرته بل برحق معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، همدا هغه ثابته وینا ده چې الله تعالی یې په اړه فرمایلي: {يُثَبِّتُ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ} [إبراهيم: 27]. کلکوي (مضبوطوي په صحیح جواب ورکولو سره) الله تعالی مؤمنانو لره په مضبوطه وینا (کلمې د حق) باندې په دنیوی ژوند او آخرت کې.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي دري صومالیایي رومانیایي ژباړه اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په قبر کې پوښتنه کول حق دي.
  2. پر مؤمنو بندګانو د الله تعالی فضل په دنیا او آخرت کې، چې پر ثابته وینا یې ثابت قدمي ساتي.
  3. پر توحید د ګواهۍ ورکولو او پرې د مړیني فضیلت.
  4. الله تعالی مومن انسان په دنیا کې په ایمان ټینګوي، د نېغې لارې د تعقیبولو توفیق ورکوي، او د مرګ پر مهال پر توحید مړینه ورنصیبوي او په قبر کې چې ترې کله دوه ملاېکې پوښتنه کوي نو ثبات ور په برخه کوي.
نور