د احادیثو لړلیک

خبردار اوسئ! نږدې ده چې یو سړي ته به زما لخوا نه حدیث ورسیږي او هغه به بالښت ته تکیه وهلي وي او وایې به : زمونږ او ستاسو تر منځه د الله کتاب دی
عربي الإنجليزية الأوردية
دوی دواړو ته عذاب ورکول کیږي، او په کومه لویه ګناه عذاب نه ورکول کیږي؛ یو له دوی څخه به له تشو متیازو ځان نه ساته او بل چې و نو هغه به د خلکو تر منځ چغلګري کوله
عربي الإنجليزية الأوردية
له مسلمان څخه چې کله په قبر کې د شهادت د کلمې پوښتنه وشي هغه به وایي چې: أشهدُ أن لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ
عربي الإنجليزية الأوردية
په تاسو کې چې کله یو څوک ومري، نو سبا او بېګا به یې ورته ځای وښودل شي
عربي الإنجليزية الأوردية
بې شکه چې د قیامت له نښانو څخه دا دي چې علم پورته کړی شي، ناپوهي زیاته شي او زنا ډیره شي، د شرابو څښل زیات شي، سړي کم شي او ښځې زیاتې شي تر دې چې د پنځوسو ښځو سرپرستي به یو سړی کوي
عربي الإنجليزية الأوردية
تر هغه پورې قیامت نه قایمیږي تر دې چې یو سړی به د خپل ورور په قبر تېر شي او وبه وایي، کاش چې زه د دې پر ځای وم
عربي الإنجليزية الأوردية
قیامت به تر هغه پورې رانشي تر څو تاسو له یهودو سره جنګ وکړئ، تر دې چې هغه تېږه اواز وکړي چې یهودي یې تر شا پټ شوی دی - او ووایي - اې مسلمانه زما شاته یو یهودی دی، نو هغه ووژنه
عربي الإنجليزية الأوردية
وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَيُوشِكَنَّ أَنْ يَنْزِلَ فِيكُمْ ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمًا مُقْسِطًا، فَيَكْسِرَ الصَّلِيبَ، وَيَقْتُلَ الخِنْزِيرَ، وَيَضَعَ الجِزْيَةَ، وَيَفِيضَ المَالُ حَتَّى لاَ يَقْبَلَهُ أَحَدٌ». «قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په لاس کې دی، نږدې ده چې په تاسو کې به عیسې زوی د مریمې په عدالت قایمولو سره راښکته شي، صلیب به مات کړي او خنزیر به ووژني، جزیه به وټاکي، او مال به دومره پراخه شي چې هېڅوک به یې (د صدقې په حېث) نه قبلوي
عربي الإنجليزية الأوردية
قیامت به تر هغه وخته نه راځي تر څو چې لمر له لوېدیځ څخه راختلی نه وي، نو کله چې راوخېژي او خلک یې وګوري ټول به ایمان راوړي
عربي الإنجليزية الأوردية
قیامت به تر هغه وخته قایم نشي تر څو چې وختونه را لنډ شي
عربي الإنجليزية الأوردية
رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو څه یادونه وکړه، بیا یې وفرمایل: « دا به هغه مهال وي چې علم له منځه لاړ شي
عربي الإنجليزية الأوردية
زما د امت په پای کې به داسې خلک وي چې تاسو ته به هغه څه بیانوي چې تاسو او ستاسو پلرونو به نه وي اورېدلي، نو پام وکړئ او ځان ترې وساتئ
عربي الإنجليزية الأوردية
کله چې جنازه کېښودل شي او سړي یې پر خپلو اوږو بار کړي، نو که مړی نېک انسان وي وايي: وړاندې مې کړئ
عربي الإنجليزية الأوردية