عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«إِنَّ أَحَدَكُمْ إِذَا مَاتَ عُرِضَ عَلَيْهِ مَقْعَدُهُ بِالْغَدَاةِ وَالعَشِيِّ، إِنْ كَانَ مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ فَمِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ، وَإِنْ كَانَ مِنْ أَهْلِ النَّارِ فَمِنْ أَهْلِ النَّارِ، فَيُقَالُ: هَذَا مَقْعَدُكَ حَتَّى يَبْعَثَكَ اللَّهُ يَوْمَ القِيَامَةِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 1379]
المزيــد ...

له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«په تاسو کې چې کله یو څوک ومري، نو سبا او بېګا به یې ورته ځای وښودل شي که د جنت له خاوندانو و نو په جنت کې به یې ځای وروښودل شي او که له دوزخیانو څخه و نو په دوزخ کې به یې ځای وروښودل شي، ورته به وویل شي: دا دې ځای دی تر دې چې الله تعالی دې د قیامت په ورځ راپورته کړي».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 1379]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې بنده کله مړ شي نو د ورځې په سر او په پای کې به یې په جنت او یا دوزخ کې ځای وروښودل شي؛ که جنتي وي نو ځای به یې په جنت کې وروښودل شي، او که دوزخي وي، نو ځای به یې په اور کې وروښودل شي او ورته به وویل شي: دا ستا هغه ځای دی چې د قیامت په ورځ به ورته راپورته کېږې؛ نو پدې سره مؤمن راحتېږي او کافر عذابېږي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د قبر عذاب او نعمت حق دي.
  2. ابن حجر ویلي: دا صحنه د متقي مؤمن او کافر لپاره ښکاره ده، او هغه مؤمن چې نیکۍ او بدۍ لري نو کېدی شي په جنت کې یې هغه ځای وروښودل شي چې دی به ورتلونکی وي.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري Kannada کنادا اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية البنجابية الماراثية
د ژباړو کتنه
نور