+ -

عَن هَانِئ مَوْلَى عُثْمَانَ رَضيَ اللهُ عنهُ قَالَ: كَانَ عُثْمَانُ إِذَا وَقَفَ عَلَى قَبْرٍ بَكَى حَتَّى يَبُلَّ لِحْيَتَهُ، فَقِيلَ لَهُ: تُذْكَرُ الْجَنَّةُ وَالنَّارُ فَلَا تَبْكِي، وَتَبْكِي مِنْ هَذَا؟ فَقَالَ: إِنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ:
«إِنَّ الْقَبْرَ أَوَّلُ مَنْزِلٍ مِنْ مَنَازِلِ الْآخِرَةِ، فَإِنْ نَجَا مِنْهُ فَمَا بَعْدَهُ أَيْسَرُ مِنْهُ، وَإِنْ لَمْ يَنْجُ مِنْهُ فَمَا بَعْدَهُ أَشَدُّ مِنْهُ».

[حسن] - [رواه الترمذي وابن ماجه] - [سنن الترمذي: 2308]
المزيــد ...

له هانئ؛ د عثمان رضی الله عنه مولی (ازاد کړی شوي غلام) څخه روایت دی، هغه وویل: کله به چې عثمان رضی الله عنه د قبر پر سر ودرېد، دومره به یې وژړل چې ږیره به یې لمده شوه، نو ورته وویل شول: د جنت او دوزخ یادېدو پر مهال نه ژاړې، خو ددې (قبر) له امله ژاړې؟ هغه وویل: بېشکه د الله رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
بې‌شکه قبر د آخرت له منزلونو څخه لومړی منزل دی؛ که څوک ترې خلاص شو، نو هغه څه چې وروسته راځي، ترې آسان دي؛ او که ترې خلاص نه شو، نو هغه څه چې وروسته راځي ترې ډېر سخت دي.

[حسن] - [رواه الترمذي وابن ماجه] - [سنن ترمذی - 2308]

تشریح

کله به چې امیر المؤمنین عثمان بن عفان رضي الله عنه د قبر پر سر ودرېده، نو دومره به یې ژړل چې اوښکو به یې ږیره لمده کړه، نو ورته وویل شول: کله چې د جنت او دوزخ یادونه کېږي نو ته جنت ته د لیوالتیا او له اور څخه د دوېرې له امله نه ژاړې! خو د قبر له امله ژاړې. هغه وویل: بې‌شکه رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر راکړی چې قبر د آخرت د منزلونو لومړی منزل دی؛ که څوک ترې خلاص شو او نجات یې ومومه، نو هغه منزلونه چې وروسته پسې راځي د دې پرتله اسان دي؛ او که د قبر له عذاب څخه یې نجات ونه مومه، نو هغه عذابونه چې وروسته تر راځي لا ډېر سخت دي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د دې خبرې وضاحت چې عثمان بن عفان رضي الله عنه سره له دې چې له هغو لسو صحابه‌وو څخه و چې رسول الله ﷺ هغوی ته د جنت زېری ورکړی و، خو بیا هم له الله تعالی څخه ډېر وېرېدونکی و.
  2. د قبر او قیامت د سختیو یادېدو پر مهال د ژړا مشروعیت.
  3. د قبر د نعمت او عذاب ثبوت.
  4. د قبر له عذاب څخه وېرول.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري ملاګاسي الولوف اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية الماراثية
د ژباړو کتنه