+ -

عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
«الحَسَن والحُسَيْن سَيِّدا شَباب أهْل الجنة».

[صحيح] - [رواه الترمذي وأحمد] - [سنن الترمذي: 3768]
المزيــد ...

له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«الحَسَن والحُسَيْن سَيِّدا شَباب أهْل الجنة». "حسن او حسین د جنتیانو د ځوانانو سرداران دي".

[صحيح] - - [سنن ترمذی - 3768]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې د هغه دوه لمسیان؛ حسن او حسین چې د علي بن ابي طالب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور فاطمې رضي الله عنهم زامن دي، دوی دواړه په فضیلت کې د هر هغه ځوان باداران دي چې په ځوانۍ کې مړ شي، یا دا چې دواړه د ټولو جنتي ځوانانو سرداران دي، پرته له انبیاوو او خلفای راشدینو څخه.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي فرانسوي روسي بوسنیایي هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. پدې کې د حسن او حسین رضي الله عنهم ښکاره فضیلت دی.
  2. د حدیث د مفهوم په باره کې ویل شوي چې: د حدیث د بیانېدو پر مهال به دوی د دې زمانې د جنتي ځوانانو باداران وي، یا دا چې دوی د هغو خلکو تر منځه غوره دي چې د فضیلت په اړه یې کوم ثبوت نشته؛ لکه کوم ثبوت چې د انبیاوو او خلفاوو په اړه راغلی، یا دا چې دوی د هغو ځوانانو بادارن دي چې د ځوانۍ او نرتوب صفتونه ولري لکه: ښه سړیتوب، سخاوت، زړورتیا، او دا چې په دې سره مراد د ځوانۍ عمر ندی؛ ځکه چې حسن او حسین دواړه زاړه مړه شوي دي.