+ -

عن أنس رضي الله عنه، قال:
قال رسول الله صلى الله عليه وسلم لأبي بكر وعمر: «هذان سَيِّدا كُهُول أهل الجنة من الأوَّلِين والآخِرين إلا النبيِّين والمرسلين».

[صحيح] - [رواه الترمذي] - [سنن الترمذي: 3664]
المزيــد ...

له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابوبکر او عمر په اړه وفرمایل: «هذان سَيِّدا كُهُول أهل الجنة من الأوَّلِين والآخِرين إلا النبيِّين والمرسلين». «دا دواړه له انبیاوو او رسولانو پرته د پخوانیو او وروستنیو بوډاګانو (سپین ږیرو) جنتیانو سرداران دي».

[صحيح] - [ترمذی روایت کړی دی] - [سنن ترمذی - 3664]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې ابوبکر او عمر رضي الله عنهما له انبیاوو وروسته د بشریت تر ټولو غوره خلک دي، او تر ټولو بهتر دي چې له انبیاوو او پېغمبرانو وروسته جنت ته داخلېږي.

ژباړه: انګلیسي اردو اندونیسیایي اویغوري ژبه فرانسوي روسي بوسنیایي هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. ابوبکر او عمر رضی الله عنهما له پیغمبرانو او رسولانو وروسته غوره خلک دي.
  2. په جنت کې بوډاوالی نشته، څوک چې ورننوځي هغوی به درې دیرش کلن وي، نو له حدیث څخه مطلب دا دی چې دوی به د هغه چا سرداران وي چې په دنیا کې په بوډاوالي کې مړه شوي دي، یادا چې مراد ترې د دې حدیث پر مهال د دوی دنیوي حالت دی.
نور