عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَيُوشِكَنَّ أَنْ يَنْزِلَ فِيكُمْ ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمًا مُقْسِطًا، فَيَكْسِرَ الصَّلِيبَ، وَيَقْتُلَ الخِنْزِيرَ، وَيَضَعَ الجِزْيَةَ، وَيَفِيضَ المَالُ حَتَّى لاَ يَقْبَلَهُ أَحَدٌ».

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له أبوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دي وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَيُوشِكَنَّ أَنْ يَنْزِلَ فِيكُمْ ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمًا مُقْسِطًا، فَيَكْسِرَ الصَّلِيبَ، وَيَقْتُلَ الخِنْزِيرَ، وَيَضَعَ الجِزْيَةَ، وَيَفِيضَ المَالُ حَتَّى لاَ يَقْبَلَهُ أَحَدٌ». «قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په لاس کې دی، نږدې ده چې په تاسو کې به عیسې زوی د مریمې په عدالت قایمولو سره راښکته شي، صلیب به مات کړي او خنزیر به ووژني، جزیه به وټاکي، او مال به دومره پراخه شي چې هېڅوک به یې (د صدقې په حېث) نه قبلوي».

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

رسول الله صلی الله علیه قسم یادوي چې د عیسی علیه السلام د راکوزېدو وخت نږدې شوی دی تر څو خلکو کې د محمدي شریعت په رڼا کې په عدل فیصله وکړي. او دا چې دی به هغه صلیب ماتوي چې مسیحیان یې درناوی کوي. او دا چې عیسی علیه السلام به خنزیر وژني. او دا چې هغه علیه السلام به جزیه ږدي، او ټول خلک به اړباسي تر څو په اسلام کې داخل شي. او دا چې مال به دومره زیات شي چې د زیاتوالي له امله به یې هېڅوک نه اخلي؛ د ډېر والي له وجې، او هر څوک به په هغه څه به بې نیازه وي چې په لاس کې یې لري، او دا چې پرلپسې برکتونه او خیراتونه به نازل شي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي اردو اندونیسیایي بوسنیایي چینایي فارسي هندي سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په وروستۍ زمانه کې د عیسی علیه السلام د راکوزېدلو ثبوت، او دا چې د هغه راکوزېدل د قیامت له نښانو څخه ده.
  2. نور شریعتونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم شریعت نه منسوخوي.
  3. په اخره زمانه کې په مال کې د برکتونو نازلېدل، په داسې حال کې چې خلک به ترې ډډه کوي.
  4. د اسلامي دین په باقي پاتې کېدو سره زیری، چې عیسی علیه السلام به پرې په اخره زمانه کې فیصلې کوي.