عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى تُقَاتِلُوا اليَهُودَ، حَتَّى يَقُولَ الحَجَرُ وَرَاءَهُ اليَهُودِيُّ: يَا مُسْلِمُ، هَذَا يَهُودِيٌّ وَرَائِي فَاقْتُلْهُ».

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

ابو هریرة - رضي الله عنه - له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي:
«لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى تُقَاتِلُوا اليَهُودَ، حَتَّى يَقُولَ الحَجَرُ وَرَاءَهُ اليَهُودِيُّ: يَا مُسْلِمُ، هَذَا يَهُودِيٌّ وَرَائِي فَاقْتُلْهُ». «قیامت به تر هغه پورې رانشي تر څو تاسو له یهودو سره جنګ وکړئ، تر دې چې هغه تېږه اواز وکړي چې یهودي یې تر شا پټ شوی دی - او ووایي - اې مسلمانه زما شاته یو یهودی دی، نو هغه ووژنه».

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې: قیامت به تر هغه وخته پورې نه راځي تر څو مسلمانان او یهود یو له بل سره ونه جنګيږي. تر دې چې کله یهودي وتښتي تر څو د تېږي شاته له مسلمانانو څخه پټ شي؛ نو الله تعالی به تیږه ګویا کړي او مسلمان ته به غږ وکړي چې شاته یې یهودي دی، تر دې چې ورشي او ویې وژني.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د ځینو غیبو او راتلونکي په اړه پوهه، د هغه څه له مخې چې الله تعالی یې په اړه خبر ورکړی وي، او دا چې خامخا به تر سره کیږي.
  2. په آخره زمانه کې د مسلمانانو او یهودیانو تر منځ نخښته، او دا د قیامت له نښانو څخه ده.
  3. تر قيامته پورې د اسلام د دين بقا او پر ټولو دينونو یې برلاسيتوب.
  4. د الله تعالی په مرسته مسلمانانو ته پر دښمن بریا ورکول؛ چې له جملې څخه یې په وروستۍ زمانه کې د ډبرې خبرې کول دي.
نور