عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يَمُرَّ الرَّجُلُ بِقَبْرِ الرَّجُلِ فَيَقُولُ: يَا لَيْتَنِي مَكَانَهُ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 7115]
المزيــد ...

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«تر هغه پورې قیامت نه قایمیږي تر دې چې یو سړی به د خپل ورور په قبر تېر شي او وبه وایي، کاش چې زه د دې پر ځای وم».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 7115]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې قیامت تر هغه پورې نه قایمیږي تر دې چې یو سړی به په یو قبر تېر شي نو ارمان به وکړي چې کاشکې د مړي پر ځای وای، او لامل به یې په خپل ځان وېره وي چې هسې نه د باطل او د باطل پرستو د بریا او د فتنو، ګناهونو او منکراتو د څرګندېدو په صورت کې ترې دین لاړ نشي.

د حديث له ګټو څخه

  1. دې ته اشاره چې په وروستۍ زمانه کې به ګناهونه او فتنې راڅرګندې شي.
  2. په ځان ساتلو ټېنګار او په اېمان او نیک عمل سره مرګ ته تیاری، او د فتنو او امتحان له ځایونو څخه لرې پاتې کېدل.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (55)
نور