عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: لَأُحَدِّثَنَّكُمْ حَدِيثًا سَمِعْتُهُ مِنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لاَ يُحَدِّثُكُمْ بِهِ أَحَدٌ غَيْرِي: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«إِنَّ مِنْ أَشْرَاطِ السَّاعَةِ أَنْ يُرْفَعَ العِلْمُ، وَيَكْثُرَ الجَهْلُ، وَيَكْثُرَ الزِّنَا، وَيَكْثُرَ شُرْبُ الخَمْرِ، وَيَقِلَّ الرِّجَالُ، وَيَكْثُرَ النِّسَاءُ حَتَّى يَكُونَ لِخَمْسِينَ امْرَأَةً القَيِّمُ الوَاحِدُ».

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له أنس رضي الله عنه څخه روایت دی چې ویلي یې دي: خامخا به زه تاسو ته یو حدیث بیان کړم چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي دي او زما پرته به یې بل څوک تاسو ته بیان نه کړي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي دي چې فرمایل یې:
«إِنَّ مِنْ أَشْرَاطِ السَّاعَةِ أَنْ يُرْفَعَ العِلْمُ، وَيَكْثُرَ الجَهْلُ، وَيَكْثُرَ الزِّنَا، وَيَكْثُرَ شُرْبُ الخَمْرِ، وَيَقِلَّ الرِّجَالُ، وَيَكْثُرَ النِّسَاءُ حَتَّى يَكُونَ لِخَمْسِينَ امْرَأَةً القَيِّمُ الوَاحِدُ». «بې شکه چې د قیامت له نښانو څخه دا دي چې علم پورته کړی شي، ناپوهي زیاته شي او زنا ډیره شي، د شرابو څښل زیات شي، سړي کم شي او ښځې زیاتې شي تر دې چې د پنځوسو ښځو سرپرستي به یو سړی کوي».

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د قیامت له نښو څخه یوه دا ده چې په دین پوهه به پورته کړای شي، او دا - کار - به د علماوو په مړینې سره کیږي، او په پایله کې جهالت زياتيږي او خپريږي، زنا او فحاشي خپريږي، د شرابو څښل زياتيږي، د نارينه و شمېر کميږي او د ښځو شمېر زياتيږي، تر دې چې پنځوس ښځې به یو سرپرست ولري تر څو یې چارې سمبالې کړي او پاملرنه ورته ولري.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د قیامت د ځینو نښانو بیان
  2. د قیامت نېټه له هغو غیبو چارو څخه ده چې یوازې الله تعالی پرې پوهیږي.
  3. د دیني علم پر زده کړه ټینګار؛ مخکې لدې چې ورک شي.
نور