عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنهما قَالَ:
مَرَّ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِقَبْرَيْنِ، فَقَالَ: «إِنَّهُمَا لَيُعَذَّبَانِ، وَمَا يُعَذَّبَانِ فِي كَبِيرٍ، أَمَّا أَحَدُهُمَا فَكَانَ لاَ يَسْتَتِرُ مِنَ البَوْلِ، وَأَمَّا الآخَرُ فَكَانَ يَمْشِي بِالنَّمِيمَةِ» ثُمَّ أَخَذَ جَرِيدَةً رَطْبَةً، فَشَقَّهَا نِصْفَيْنِ، فَغَرَزَ فِي كُلِّ قَبْرٍ وَاحِدَةً، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، لِمَ فَعَلْتَ هَذَا؟ قَالَ: «لَعَلَّهُ يُخَفِّفُ عَنْهُمَا مَا لَمْ يَيْبَسَا».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 218]
المزيــد ...

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي:
رسول الله صلی الله علیه وسلم په دوو قبرونو تېر شو نو ویې فرمایل: «دوی دواړو ته عذاب ورکول کیږي، او په کومه لویه ګناه عذاب نه ورکول کیږي؛ یو له دوی څخه به له تشو متیازو ځان نه ساته او بل چې و نو هغه به د خلکو تر منځ چغلګري کوله » بیا یې یوه لنده (لمده) لخته راواخیسته، دوه ترازې یې کړې، او په هر قبر یې یوه لخته وټومبله، هغوی وویل: اې د الله جل جلاله رسوله؟ دا کار دې ولې وکړ؟ ویې فرمایل: « کیدی شي له امله یې له دواړو تر هغه پورې عذاب سپک شي، تر څو چې دواړه وچې شوې نه وي».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 218]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په دوو قبرونو تېر شو نو ویې فرمایل: د دې دواړو قبرونو خاوندانو ته عذاب ورکول کیږي؛ او دوی په داسې یو کار سره نه عذابیږي چې ستاسو په نظر کې به کومه لویه ګناه وي، که څه هم د الله تعالی په نیز لویه ګناه ده، له دې دوو څخه یو یې د حاجت پر مهال له ادرار څخه د ځان او جامو ساتلو څخه بې پروا و، او بل به یې د خلکو تر منځ چغلګري کوله، د نورو خلکو خبرې به یې د ضرر رسولو او د خلکو تر منځ د اختلاف او درز اچولو په موخه وړلې راوړلې.

د حديث له ګټو څخه

  1. چغلي کول او له ادرار څخه ډډه نه کول کبيره ګناهونه دي او د قبر د عذاب سبب ګرځي.
  2. الله تعالی ځینې غیبونه ښکاره کړل - لکه د قبر عذاب - تر څو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت ښکارندویي وکړي.
  3. د دوو خمبو (شنو لختو) د پرې کولو او په قبر یې د ټومبولو عمل د رسول الله صلی الله علیه وسلم پورې خاص دی، ځکه چې الله تعالی هغه ته په قبر کې د هغو دواړو مړو په اړه خبر ورکړ، نو نور خلک پرې نه قیاس کیږي، ځکه چې د مړو پر حال هېڅوک نه پوهیږي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (56)
نور