عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يَتَقَارَبَ الزَّمَانُ، فَتَكُونَ السَّنَةُ كَالشَّهْرِ، وَيَكُونَ الشَّهْرُ كَالْجُمُعَةِ، وَتَكُونَ الْجُمُعَةُ كَالْيَوْمِ، وَيَكُونَ الْيَوْمُ كَالسَّاعَةِ، وَتَكُونَ السَّاعَةُ كَاحْتِرَاقِ السَّعَفَةِ الْخُوصَةُ».

[صحيح] - [رواه أحمد]
المزيــد ...

له أبو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يَتَقَارَبَ الزَّمَانُ، فَتَكُونَ السَّنَةُ كَالشَّهْرِ، وَيَكُونَ الشَّهْرُ كَالْجُمُعَةِ، وَتَكُونَ الْجُمُعَةُ كَالْيَوْمِ، وَيَكُونَ الْيَوْمُ كَالسَّاعَةِ، وَتَكُونَ السَّاعَةُ كَاحْتِرَاقِ السَّعَفَةِ الْخُوصَةُ». «قیامت به تر هغه وخته قایم نشي تر څو چې وختونه را لنډ شي، نو کال به د یوې میاشتې په شان وي، او میاشت به د جمعې په شان وي، جمعه به د یوې ورځې په شان وي، او یوه ورځ به د یو ساعت په شان وي" او ساعت به داسې وي لکه اور چې د کجوري پاڼې سوځوي».

صحيح - احمد روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم خبر ورکوي چې د قيامت له نښو څخه يوه د وخت رانږدې کېدل دي. نو کال به لکه د میاشت په څېر تېرېږي. او میاشت به داسې تېرېږي لکه اونۍ چې تېرېږي. او جمعه به داسې تېرېږی لکه څرنګه چې ورځ تېرېږي. او ورځ به داسې تېرېږي لکه څرنګه چې یو ساعت تېرېږي. او یو ساعت به داسې په تېزۍ سره تېرېږي لکه څرنګه چې اور د خرما د ونې پاڼې سوځوي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي اردو اندونیسیایي بوسنیایي چینایي فارسي هندي سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د قيامت له نښو څخه يوه له وخت څخه د برکت لرې کېدل او يا د هغې ګړندي کېدل دي.
نور