عَنْ ‌أَبِي قَتَادَةَ السَّلَمِيِّ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«إِذَا دَخَلَ أَحَدُكُمُ الْمَسْجِدَ فَلْيَرْكَعْ رَكْعَتَيْنِ قَبْلَ أَنْ يَجْلِسَ».

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له ابو قتادة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«إِذَا دَخَلَ أَحَدُكُمُ الْمَسْجِدَ فَلْيَرْكَعْ رَكْعَتَيْنِ قَبْلَ أَنْ يَجْلِسَ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک جومات ته ننوځي، نو مخکې لدې چې کینې دوه رکعته لمونځ دې وکړي».

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم ټینګار کوي چې څوک یو جومات ته لاړ شي او په هر وخت کې د هر غرض لپاره ورننوځي نو باید چې له کیناستو څخه مخکې دوه رکعته لمونځ وکړي، چې دې دوه رکعتونو ته تحیة المسجد وایي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. جومات ته د ننوتو پرمهال له کېناستو څخه مخکې دوه رکعته تحیة المسجد لمونځ کول مستحب دي.
  2. دا (حکم)د هغه چا لپاره دی چې غواړي کیني، نو که څوک جومات ته ننوت او له کېناستلو مخکې بېرته راووت دا حکم د هغه لپاره ندی.
  3. کله چې لمونځ کوونکی جومات ته پداسې حال کې ننوت چې خلک په لمانځه ولاړ وو او د هغوی سره په لمانځه کې داخل شو، نو دوه رکعته لمونځ پرې نشته.