عن عائشة - رضي الله عنها-، أن أمَّ سَلَمَة، ذَكَرَت لرسول الله صلى الله عليه وسلم كَنِيسة رأتْهَا بأرض الحَبَشَةِ يُقال لها مَارِيَة، فذَكَرت له ما رأَت فيها من الصُّور، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «أولئِكِ قوم إذا مات فيهم العَبد الصالح، أو الرُّجل الصَّالح، بَنُوا على قَبره مسجدا، وصَوَّرُوا فيه تلك الصِّور، أولئِكِ شِرَار الخَلْق عند الله».
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...
له عائشې - رضي الله عنها - څخه روایت دی چې ام سلمه؛ رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته د یوې کلیسا یادونه وکړه چې په حبشه کې یې لیدلې وه او هغې ته یې ماریه ویل، نو د هغه انځورونو په اړه یې ورته کېسه وکړه چې پکې یې لیدلي وو، نو رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: « دا هغه قوم دی چې کله په دوی کې یو نېک بنده یا یو نیک سړی مړ شي، نو په قبر یې جومات جوړوي، او انځورونه یې پکې کاږي، نو دوی د الله په وړاندې تر ټولو بد خلک دي».
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
عائشه رضي الله عنها وایې چې ام سلمه - رضي الله عنها - چې کله په حبشه کې وه نو یوه کلیسا یې لېدلې وه چې انځورونه پکې و، نو پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - ته یې د هغې کلیسا حالت بیان کړ چې سینګار شوې وه او انځورونه پکې وو چې دا یې حیرانه کړې وه. نو په توحید د دې کار د لوی خطر له امله پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - خپل سر راپورته کړ، او د انځورونو د اېښودلو لامل یې ورته بیان کړ؛ تر څو خپل امت د هغوی له کړنو څخه وویروي، او ویې فرمایل: دغه خلک چې تا یې یادونه وکړه؛ کله به چې په دوی کې نیک سړی مړ شو نو د هغه په قبر به یې جومات جوړ کړ او لمونځونه به یې پکې کول، او هغه انځورونه یې وکښل، او دا یې ورته بیان کړه چې د دې کار تر سره کوونکي خلک د الله - تعالی - په نیز تر ټولو بد خلک دي، ځکه د دوی دا کړنه الله سره د شرک لامل ګرځي.