عن ابن عباس رضي الله عنهما عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «أمِرْت أن أسْجُد على سَبْعَة أعَظُم على الجَبْهَة، وأشار بِيَده على أنْفِه واليَدَين والرُّكبَتَين، وأطْرَاف القَدَمين ولا نَكْفِتَ الثِّياب والشَّعر».
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

ابن عباس - رضي الله عنهما - له نبي - صلی الله علیه وسلم - څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: « ماته امر شوی چې په اوو اندامونو سجده وکړم؛ په تندي، او په لاس سره یې پوزې ته اشاره وکړه، دواړه لاسونه، دواړه زنګنونه او د دواړو پښو د ګوتو سرونه ، او کالي او ویښتان به نه راغونډوو».
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

د حدیث معنا: "أمِرْت أن أسْجُد" ماته امر شوی چې سجده وکړم، او په بل روایت کې "أُمرنا" یعنې مونږ ته امر شوی. او په بل روایت کې "أَمَر النبي -صلى الله عليه وسلم-"؛ چې پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - امر کړی ، او درې واړه روایتونه د بخاري دي، او شرعي قاعده وایې چې په کوم څه پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - ته امر شوی وي هغه عام دی د هغه او د هغه د امت لپاره؛ "على سَبْعَة أعَظُم" په اوو هډوکو سره، یعنې ماته امر شوی چې په اوو اندامونو سره سجده وکړم ، دلته مراد په هډوکو سره: د سجدې غړي دي لکه څرنګه یې چې په بل روایت کې تفسیر راغلی دی، بیا یې پدې وینا سره تفسیر کړ "على الجَبْهَة" په تندي باندې، یعنې راته امر شوی چې په تندي باندې سجده وکړم، له پوزې سره لکه څرنګه چې دا قول پرې دلالت کوي "وأشار بِيَده على أنْفِه"، یعنې په لاس سره یې پوزې ته اشاره وکړه، پوزې ته یې اشاره وکړه تر څو وښایې چې دا یو غړی دی،"واليَدَين" او په دواړو لاسونو، یعنې د لاسونو په ورغوو باندې ، ځکه چې کله مطلق ذکر شي همدا ورڅخه مراد وي "والرُّكبَتَين وأطْرَاف القَدَمين" او دواړه زنګنونه او د دواړو پښو څوکې، معنا دا چې راته امر شوی چې په دواړو زنګنونو او د دواړو قدمونو په څوکو باندې سجده وکړم. او د أبو حمید الساعدي - رضي الله عنه - په حدیث کې په باب صفة الصلاة کې دا لفظ راغلی (واسْتَقبل بأصابع رِجْلَيه القِبْلَة) یعنې د ګوتو څوکې یې د قبلې لور ته مخامخ کړې یعنې د سجدې پر مهال "ولا نَكْفِتَ الثِّياب والشَّعر" او کالي او ویښتان به نه راټولوو ، الکفت: جمع کولو او راټولولو ته وایې، بلکه همداسې به یې پریږدو تر څو د زمکې سره ولږیږي او په ټولو غړو د کالیو او ویښتانو سره سجده وکړي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په لمانځه کې په اوو اندامونو سره د سجدې کولو وجوب، ځکه چې امر په اصل کې د وجوب لپاره وي.
  2. دا چې یوازې په تندي پرته له پوزې او یا په پوزې پرته له تندي سجده نه صحیح کیږي، ځکه چې پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - کله تندی یاد کړ ورسره یې پوزې ته اشاره وکړه.
  3. په ټول غړي سره د سجدې کول واجب دي، او یوازې یوه برخه یې بسنه نه کوي، او تندي به دومره په زمکه ږدي چې څومره کولی شي.
  4. ښکاره خبره ده چې ددې غړو لوڅول واجب نه دي، ځکه چې د سجدې نوم پرې اېښودل همدا معنا لري چې کېښودل شي پرته لدې چې لوڅ شي، او پدې کې اختلاف نشته چې د زنګنونو لوڅول واجب ندي، ځکه چې د عورت د لوڅېدلو ویره پکې ده، او همدا رنګه دواړه قدمونه ځکه چې د ماسیو(موزو) سره هم لمونځ روا دی.
  5. په لمانځه کې د کالیو راټولول مکروه دي.
  6. د ويښتانو غوټه کول او شا ته یې راغونډول مکروه دي،برابره خبره ده که په قصدي توګه یې دلمانځه لپاره دا کار وکړ او یا یې د لمانځه نه مخکې یې همداسي د بل غرض لپاره کړي وي، او له اړتیا پرته دې په خپل حالت لمونځ وکړي.
نور