عن حُذَيْفَةَ رضي الله عنه:
أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَقُولُ بَيْنَ السَّجْدَتَيْنِ: «رَبِّ اغْفِرْ لِي، رَبِّ اغْفِرْ لِي».

[صحيح] - [رواه أبو داود والنسائي وابن ماجه وأحمد] - [سنن ابن ماجه: 897]
المزيــد ...

له حذیفه رضي الله عنه څخه روایت دی چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر منځه «رَبِّ اغْفِرْ لِي، رَبِّ اغْفِرْ لِي» وېل.

[صحيح دی] - [ابو داود، النسائي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی] - [سنن ابن ماجه - 897]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر منځه د ناستي پر مهال دا دعا کوله: «رَبِّ اغْفِرْ لِي، رَبِّ اغْفِرْ لِي». یعنې ربه ما ته بښنه وکړه، ربه ما ته بښنه وکړه. او تکراروله به یې.
او د رب اغفرلی معنا: له رب څخه د بنده غوښتنه ده تر څو یې ګناه پاکه او عیبونه یې پټ کړي.

د حديث له ګټو څخه

  1. په فرض او نفل لمونځونو کې د دوو سجدو تر منځه د دې دعا د وییلو مشروعیت.
  2. د رب اغفرلی د تکرارولو مشروعیت، پداسې حال کې چې یو ځل لوستل یې واجب دي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (58)
نور