عن عُثْمَانَ بْنَ أَبِي الْعَاصِ رضي الله عنه:
أنه أَتَى النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ، إِنَّ الشَّيْطَانَ قَدْ حَالَ بَيْنِي وَبَيْنَ صَلَاتِي وَقِرَاءَتِي يَلْبِسُهَا عَلَيَّ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «ذَاكَ شَيْطَانٌ يُقَالُ لَهُ خِنْزَِبٌ، فَإِذَا أَحْسَسْتَهُ فَتَعَوَّذْ بِاللهِ مِنْهُ، وَاتْفُلْ عَلَى يَسَارِكَ ثَلَاثًا»، قَالَ: فَفَعَلْتُ ذَلِكَ فَأَذْهَبَهُ اللهُ عَنِّي.

[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

د عثمان بن ابی العاص رضی الله عنه څخه روایت دی چې:
هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله، زما او زما د لمانځه او زما د قرائت تر منځه شیطان مداخله وکړه تر څو یې راباندې ګډود کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ذَاكَ شَيْطَانٌ يُقَالُ لَهُ خِنْزَِبٌ، فَإِذَا أَحْسَسْتَهُ فَتَعَوَّذْ بِاللهِ مِنْهُ، وَاتْفُلْ عَلَى يَسَارِكَ ثَلَاثًا»، « دا یو شیطان دی چې خنزب ورته ویل کیږي، نو کله دې چې حس کړ، له هغه څخه په الله پناه وغواړه، او چپ لوري ته دې درې ځلې تو کړه»، وایي: دا کار مې وکړ، نو الله تعالی راڅخه لرې کړ.

صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

عثمان بن ابي العاص رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله زما او زما د لمانځه تر منځه شیطان مانع ګرځېدلی دی، زه یې په لمانځه کې له خشوع او عاجزۍ څخه منع کړی یم، او قراءت یې راباندې ګډوډ کړی، او په لمانځه کې یې شکي کړی یم. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: دا هغه شیطان دی چې خنزب ورته ویل کیږي، که دا مو وموند او احساس مو کړ، نو الله تعالی دې ملاتړ وګرځوه، او په الله تعالی ترې پناه وغواړه او چپ لوري ته دې د لږو لاړو سره درې ځلې تو کړه، عثمان وویل: هغه څه مې وکړل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې راته امر کړی، نو الله تعالی راڅخه لرې کړ.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د عاجزۍ او په لمانځه کې د زړه د حضور اهمیت، او دا چې شیطان هڅه کوي لمونځ کوونکی ګډوډ کړي او په شک کې یې واچوي.
  2. په لمانځه کې د شیطان د وسوسې پر مهال مستحب دي چې پناه ترې وغوښتل شي او چپ لوري ته درې ځلې تو کړای شي.
  3. د صحابه کرامو د حالت بیان چې هغوی به د ستونزو پر مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم ته رجوع کوله تر څو یې ورته حل کړي.
  4. د صحابه کرامو د زړونو ویښتوب او دا چې هغوی د اخرت په اړه فکر کاوه.