د احادیثو لړلیک

څوک چې یو ځای ته راغی (تم شو) شو او بیا یې وویل: (أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ) زه د الله جل جلاله په بشپړو کلمو سره د هغه څه له شر څخه پناه غواړم چې هغه پیدا کړي دي) نو هېڅ شی به هغه ته زیان ونه رسوي تر څو یې چې نوموړی ځای پریښی نه وي
عربي الإنجليزية الأوردية
زه په یوه کلمه پوهیږم چې که ویې وایي، نو غصه به یې لاړه شي، که چېرته: أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ) یعنې: زه له شیطان څخه په الله پناه غواړم ووایې: نو هغه څه به ترې لاړ شي چې دی ورسره مخ دی
عربي الإنجليزية الأوردية
الْبَخِيلُ مَنْ ذُكِرْتُ عِنْدَهُ فَلَمْ يُصَلِّ عَلَيَّ». «بخیل هغه څوک دی چې زه ئې په وړاندې یاد شم او درود راباندې ونه وایي
عربي الإنجليزية الأوردية
څوک چې خواړه وخوري او ووايي: (الحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَطْعَمَنِي هَذَا وَرَزَقَنِيهِ مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّي وَلاَ قُوَّةٍ). هغه الله لره ستاینه ده چې ماته یې دا خواړه راکړل پرته له دې چې کوم حرکت، حیله او یا ځواک ولرم، نو ټول مخکني ګناهونه به یې وبخښل شي
عربي الإنجليزية الأوردية
آیا زه تاسو ته د داسې یو څه لارښوونه ونه کړم چې ستاسو له غوښتنې (غلام غوښتلو) غوره وي؟ کله چې څملاستلئ - او یا خوب ځای ته راغلئ- نو درې دیرش ځلې سبحان الله، درې دیرش ځلی الحمد لله او څلوردیرش ځلې الله اکبر ووایئ، نو دا ستاسو لپاره له خدمتګار څخه غوره دي
عربي الإنجليزية الأوردية
دا یو شیطان دی چې خنزب ورته ویل کیږي، نو کله دې چې حس کړ، له هغه څخه په الله پناه وغواړه، او چپ لوري ته دې درې ځلې تو کړه
عربي الإنجليزية الأوردية
باد مه ښکنځئ (لعنت پرې مه وایئ)، نو کله چې داسې څه ووینئ چې نه‌ مو خوښېږي، دا دعا ووایئ: «اللَّهُمَّ إِنَّا نَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِ هَذِهِ الرِّيحِ وَخَيْرِ مَا فِيهَا وَخَيْرِ مَا أُمِرَتْ بِهِ، وَنَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ هَذِهِ الرِّيحِ وَشَرِّ مَا فِيهَا وَشَرِّ مَا أُمِرَتْ بِهِ». «اې الله! موږ ستا نه د دې باد خېر غواړو او هغه څه چې پکې دي، او د هغه څه خېر چې دې باد ته یې امر شوی، او پر تا د دې باد له شر څخه پناه غواړو او د هغه څه له شر نه چې پکې دی او له هغه شر نه چې دې باد ته یې امر شوی دی
عربي الإنجليزية الأوردية
د هغه چا پوزه دې په خاورو ککړه شي چې پر وړاندې یې زما یادونه وشي او پر ما درود و نه ووایي، د هغه چا پوزه دې په خاورو ککړه شي چې رمضان پرې راشي او مخکې له دې ترې ووځي چې بخښنه ورته نه وي شوي، او د هغه چا پوزه دې په خاورو ککړه شي چې مور او پلار یې زړښت ته ورسېږي او د هغوی د (خدمت په پایله) کې جنت ته داخل نه شي
عربي الإنجليزية الأوردية