+ -

عَنْ سَهْلِ بْنِ مُعَاذِ بْنِ أَنَسٍ عَنْ أَبِيهِ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«مَنْ أَكَلَ طَعَامًا فَقَالَ: الحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَطْعَمَنِي هَذَا وَرَزَقَنِيهِ مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّي وَلاَ قُوَّةٍ، غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ».

[حسن] - [رواه أبو داود والترمذي وابن ماجه وأحمد] - [سنن الترمذي: 3458]
المزيــد ...

له سهل بن معاذ بن انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَنْ أَكَلَ طَعَامًا فَقَالَ: الحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَطْعَمَنِي هَذَا وَرَزَقَنِيهِ مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّي وَلاَ قُوَّةٍ، غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ». "څوک چې خواړه وخوري او ووايي: (الحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَطْعَمَنِي هَذَا وَرَزَقَنِيهِ مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّي وَلاَ قُوَّةٍ). هغه الله لره ستاینه ده چې ماته یې دا خواړه راکړل پرته له دې چې کوم حرکت، حیله او یا ځواک ولرم، نو ټول مخکني ګناهونه به یې وبخښل شي".

[حسن] - - [سنن ترمذی - 3458]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم ټینګار کوي چې څوک کوم خواړه وخوري نو د الله شکر دې ادا کړي، ځکه چې زه د الله تعالی له مرستې پرته د ډوډۍ راوړلو یا خوړلو توان نه لرم. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری ورکړ چې چا دا (دعا) وویله نو هغه د الله تعالی د بخښنې وړ دی، چې ټول مخکني واړه ګناهونه ورته وبخښي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي نیپالي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د خوړو په پای کې د الله تعالی ستاینه کول مستحب دي.
  2. پر بنده ګانو د الله تعالی د لوی فضل او کرم بیان چې هغوی ته یې روزي ورکړه او د رزق اسباب یې ورته برابر کړل او د بدو اعمالو لپاره یې ورته کفاره وګرځول.
  3. د بندګانو ټولې چارې د الله پاک له لوري دي، نه د هغوی په زور او قوت، او بنده ته امر شوی چې اسباب وکاروي.