+ -

عَنِ الحُسَينِ بنِ عَلِيٍّ بنِ أَبِي طَالِبٍ رضي الله عنهما قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«الْبَخِيلُ مَنْ ذُكِرْتُ عِنْدَهُ فَلَمْ يُصَلِّ عَلَيَّ».

[صحيح] - [رواه الترمذي والنسائي في الكبرى وأحمد ] - [السنن الكبرى للنسائي: 8046]
المزيــد ...

له حسین بن علي بن ابي طالب رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«الْبَخِيلُ مَنْ ذُكِرْتُ عِنْدَهُ فَلَمْ يُصَلِّ عَلَيَّ». «بخیل هغه څوک دی چې زه ئې په وړاندې یاد شم او درود راباندې ونه وایي».

[صحيح] - - [د امام نسائی سنن کبری - 8046]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه د نوم، لقب او صفت په اورېدلو سره پر هغه د درود نه ویلو په اړه خبردارى ورکړی او فرمايلي یې دي چې: بشپړ بخيل هغه څوک چې زه یې پر وړاندې یاد شم او درود راباندې ونه وایي، ځکه چې:
لومړی: دا په داسې یو څه بخل دی چې له امله یې هیڅ شی له لاسه نه ورکوي؛ نه لږ او نه ډېر، نه پرې پیسي ورکوي او نه پرې زیات زیار باسي.
دویم: دې انسان په خپل ځان بخل وکړ او په رسول الله صلی الله علیه وسلم د درود ویلو له امله یې له ثواب څخه محروم کړ؛ ځکه چې په درود نه ویلو سره یې د داسې یو حق له ادا کولو ډډه وکړه چې ادا کول یې پرې لازم و، ځکه چې امر ورته شوی او ثواب پرې تر لاسه کیږي.
دریم: په درود وییلو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حق یوه برخه ادا کېږي، ځکه چې هغه موږ پوه کړي یو، موږ ته یې لارښوونه کړې، او همغه موږ د الله جل جلاله لارې ته بللي یو، او دا وحی او دا شریعت یې موږ ته راوړی، نو هغه -له الله جل جلاله وروسته- زموږ د هدایت لامل دی، نو څوک چې پرې درود نه وایي هغه په خپل ځان او خپل نبي صلی الله علیه وسلم بخل کوي، او تر ټولو کوچنی حق یې نه ادا کوي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په رسول الله صلی الله علیه وسلم د درود ویلو نه انکار کول د بخل او کنجوسۍ نښه ده.
  2. په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ویل په هر وخت کې الله تعالی ته د نږدې تر ټولو غوره عمل او پیروي ده او د هغه د نوم د یادېدو پر مهال پرې زیات ټینګار کیږي.
  3. نووي فرمایلي دي چې: په رسول الله صلی الله علیه وسلم د درود وییلو پر مهال دې ورسره سلام هم یو ځای شي، او یوازې یو دې: صلی الله علیه ) او (علیه السلام) نه وایي.
  4. ابو العالیة د الله تعالی د دې وینا په اړه فرمایلي: (إن الله وملائكته يصلون على النبي) یعنې الله او ملايکې یې په نبي درود وایي، فرمایي چې: په خپل نبي د الله تعالی له درود څخه موخه د هغه ستاینه ده، او د انسانانو او ملاېکو لخوا درود؛ دعا ده.
  5. حلیمي فرمایلي دي چې د «اللهم صلّ على محمد» معنا دا ده چې: اې الله په دنیا کې یې یاد لوړ کړې، دین ته یې بریا ورکړې، او شریعت یې تلپاتې کړې، او په آخرت کې یې: د خپل امت سفارش کوونکی وګرځوې، دروند ثواب او بدله ورکړې، اولینو او آخرینو ته فضیلت د مقام محمود په ورکولو سره څرګند کړې او پر ټولو مقربو بندګانو یې مخکښ وګرځوې.