عن خَوْلَةَ بِنْتَ حَكِيمٍ السُّلَمِيَّةَ قَالتْ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«مَنْ نَزَلَ مَنْزِلًا ثُمَّ قَالَ: أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ، لَمْ يَضُرَّهُ شَيْءٌ حَتَّى يَرْتَحِلَ مِنْ مَنْزِلِهِ ذَلِكَ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2708]
المزيــد ...

له خوله بنت حکیم السلمیة رضی الله عنها څخه روایت دی چې وییل یې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:
"څوک چې یو ځای ته راغی (تم شو) شو او بیا یې وویل: (أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ) زه د الله جل جلاله په بشپړو کلمو سره د هغه څه له شر څخه پناه غواړم چې هغه پیدا کړي دي) نو هېڅ شی به هغه ته زیان ونه رسوي تر څو یې چې نوموړی ځای پریښی نه وي".

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 2708]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته د ګټور ملاتړ او پناه وړلو ځای لارښوونه کوي، هر هغه ګواښ چې انسان ته په یو ځای کې د استوګن کېدو پر مهال پېښیږي؛ هغه که په سفر کې وي، یا چکر او داسې نورو حالاتو کې، چې الله ته پناه یوسي او د فضل، برکت او ګټې له امله د هغه بشپړې کلمې د ځان ملاتړې وګرځوي؛ هغه کلمې چې له هر ډول نیمګړتیا او عیب څخه پاکې دي، د هر هغه مخلوق له شر څخه پرې ځان وژغوري چې شر ولري، (که دا کار وکړي) نو دی به په نوموړي استوګن ځاي کې تر هغه پورې د هر ضرري مخلوق له شر څخه په امن کې وي تر څو چې دی هلته اوسیږي.

د حديث له ګټو څخه

  1. پناه غوښتل عبادت دی کله چې د الله تعالی یا د هغه په ​​نومونو او صفتونو سره وشي.
  2. د الله جل جلاله په کلام سره د پناه غوښتلو جواز، ځکه چې کلام د هغه پاک ذات له صفتونو څخه یو صفت دی؛ په خلاف د مخلوق؛ ځکه چې په مخلوق پناه غوښتل شرک دی.
  3. د دې دعا فضیلت او برکت.
  4. په اذکارو سره تحصن (ځان ساتنه)، له شرونو څخه د بنده د ساتلو یو لامل دی.
  5. په غیر الله د پناه غوښتلو بطلان لکه په: پیریانو، جادوګرانو، جعلکارانو او داسې نورو.
  6. د هغه چا لپاره د دې دعا مشروعیت چې د اقامت یا سفر پر مهال په یو یو ځای کې استوګن شي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (63)