+ -

عَنْ أَبِي أُمَامَةَ الْبَاهِلِيِّ رضي الله عنه قَالَ:
جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: أَرَأَيْتَ رَجُلًا غَزَا يَلْتَمِسُ الْأَجْرَ وَالذِّكْرَ، مَا لَهُ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَا شَيْءَ لَهُ» فَأَعَادَهَا ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، يَقُولُ لَهُ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَا شَيْءَ لَهُ» ثُمَّ قَالَ: «إِنَّ اللَّهَ لَا يَقْبَلُ مِنَ الْعَمَلِ إِلَّا مَا كَانَ لَهُ خَالِصًا، وَابْتُغِيَ بِهِ وَجْهُهُ»

[صحيح] - [رواه النسائي] - [سنن النسائي: 3140]
المزيــد ...

له ابو امامة الباهلي رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو سړی راغی او ورته یې وویل چې د هغه چا په اړه خبر راکړه چې جهاد ته د ثواب او ستاینې لپاره وځي، آیا اجر ورته شته؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: «هېڅ شی ورته نشته» (هغه سړي دا پوښتنه) درې ځلې تکرار کړه، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ویل چې «هېڅ شی ورته نشته» بیا یې وویل: « بېشکه چې الله تعالی هېڅ عمل نه قبلوي، مګر هغه چې خاص د هغه لپاره وي او د هغه رضایت پرې غوښتل شوي وي»

[صحيح] - [نسائي روايت کړی دی] - [د امام نسائی سنن - 3140]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو سړی راغی او د هغه چا په اړه یې ترې پوښتنه وکړه چې غزا او جهاد ته د دې لپاره وځي چې د الله تعالی نه اجر غواړي او لیوالتیا لري چې ستاینه یې وشي او خلک پرې ښه ووایي، نو آیا د ده لپاره اجر شته؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځواب کې وفرمایل: هغه ته هېڅ اجر نشته، ځکه چې په نیت کې یې د الله تعالی سره بل څوک شریک کړی، نو هغه سړي درې ځلې خپله پوښتنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وكړه او رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته ځواب وركړ او په خپل ځواب یې ټینګار وکړ؛ چې هغه ته هېڅ اجر نشته، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی په وړاندې د عمل د قبلېدو له قاعدې څخه خبر کړ چې: الله تعالی هېڅ عمل نه قبلوي مګر دا چې ټول د هغه لپاره وي، پرته له دې چې بل څوک په کې شریک کړي، او دا چې باید د الله تعالی د رضا لپاره وي.

ژباړه: اندونیسیایي سنیګالي ژبه ویتنامي ژبه تګالوګ هوساوي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. الله تعالی هېڅ عمل نه قبلوي مګر هغه چې خاص د الله تعالی لپاره وي، او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونو سره سم وي.
  2. د مفتي ښه ځواب دا دی چې د هغه فتوا د پوښتونکي مقصد پوره کړي او نور معلومات هم ورکړي.
  3. د پوښتنې په تکرارولو سره په غټې مسألې ټینګار.
  4. ریښتینی مجاهد هغه دی چې د الله تعالی د کلمې د پورته کولو لپاره یې جهاد کړی وي، او د نیت له اخلاص سره یې موخه د اجر او ثواب ګټل وي، نه دا چې جهاد یې د دنیا لپاره وي.
نور