+ -

عَنِ الْعَبَّاسِ بْنِ عَبْدِ الْمُطَّلِبِ رضي الله عنه أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، يَقُولُ:
«ذَاقَ طَعْمَ الْإِيمَانِ مَنْ رَضِيَ بِاللهِ رَبًّا، وَبِالْإِسْلَامِ دِينًا، وَبِمُحَمَّدٍ رَسُولًا».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 34]
المزيــد ...

له عباس بن عبدالمطلب رضي الله عنه څخه روایت دی چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:
«ذَاقَ طَعْمَ الْإِيمَانِ مَنْ رَضِيَ بِاللهِ رَبًّا، وَبِالْإِسْلَامِ دِينًا، وَبِمُحَمَّدٍ رَسُولًا». "د ایمان خوند هغه چا څکلی دی چې په دې راضي وي چې الله تعالی یې رب، اسلام یې دین او محمد صلی الله علیه وسلم یې رسول دی".

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 34]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې هغه مؤمن چې په خپل ایمان کې رښتیني وي او زړه یې پرې ډاډمن وي نو خامخا به په خپل زړه کې ډاډ، پراخوالی، خوښي، خوږوالی او الله تعالی ته د نږدې کېدو لذت ومومي که چېرته په دریو شیانو راضي شو:
لومړی: له الله تعالی څخه د څښتن په توګه داسې راضي وي چې زړه یې په هغه څه آرام وي چې د الله تعالی له خوا ورته د هغه د ربوبيت په توګه ورکړل شوي لکه: د روزۍاو بېلابېلو حالاتو وېش، نو په زړه کې پرې هېڅ اعتراض نه لري او له الله پرته د بل رب پلټنه هم نه کوي.
دویم: په اسلام د دین په حیث داسې راضي وي چې اسلامي دندو او وجایبو ته یې سینه خلاصه وي او له اسلام پرته د بلې لارې په لټه کې نه وي.
دریم: پر محمد صلی الله علیه وسلم د رسول په توګه داسې راضي وي چې سینه ورته پراخه وي او پر ټولو هغو څه له شک پرته خوښ وي چې هغه ورته راوړي دي او یوازې هغه څه تعقیبوي چې د هغه د لارښوونې سره سم وي.

ژباړه: اندونیسیایي سنیګالي ژبه ویتنامي ژبه تګالوګ هوساوي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. ایمان داسې خوږوالی او خوند لري چې په زړونو څکل کیږي، لکه څنګه چې د خوراک او څښاک خوږوالی په خوله څکل کیږي.
  2. بدن د خوراک او څښاک خوږوالی هغه مهال حس کولای شي چې روغ وي، همدا رنګه زړه هم دی چې کله د نفسي غوښتنو له ناروغۍ او حرامو خوهشاتو څخه وژغورل شي د ایمان، خوږوالی حس کوي او کله چې ناروغ شي د ایمان خوږوالی نه حس کوي، بلکه کېدی شي هغه خواهشات او ګناهونه ځانته حلال وګڼي چې هلاکت یې پکې وي.
  3. انسان چې کله په یو کار خوښ وي او ښه یې وګڼي ورته اسانیږي او هېڅ شی یې پرې نه سختېږي او په هر هغه څه خوشحالیږي چې ورته راځي، او د تندي پراخوالی یې د زړه له خوښۍ سره ورګډ شي، نو همدا رنګه مؤمن هم دی چې کله یې ایمان زړه ته ننوځي، نو د الله اطاعت ورته اسان شي او زړه یې پرې خوږوالی مومي، او په سختوالي یې نه پوهیږي.
  4. ابن القیم رحمه الله فرمایلي: په دې حدیث کې د خپل رب په ربوبیت او الوهیت د خوښۍ اظهار دی، او همدا رنګه یې په رسول د خوښۍ اظهار او هغه ته غاړه اېښودل دي او په دین رضایت او هغه ته تسلمېدل دي.
نور