+ -

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو رضي الله عنهما قال: قال رَسولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«أَرْبَعٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ كَانَ مُنَافِقًا خَالِصًا، وَمَنْ كَانَتْ فِيهِ خَلَّةٌ مِنْهُنَّ كَانَتْ فِيهِ خَلَّةٌ مِنْ نِفَاقٍ حَتَّى يَدَعَهَا: إِذَا حَدَّثَ كَذَبَ، وَإِذَا عَاهَدَ غَدَرَ، وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ، وَإِذَا خَاصَمَ فَجَرَ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 58]
المزيــد ...

له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«أَرْبَعٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ كَانَ مُنَافِقًا خَالِصًا، وَمَنْ كَانَتْ فِيهِ خَلَّةٌ مِنْهُنَّ كَانَتْ فِيهِ خَلَّةٌ مِنْ نِفَاقٍ حَتَّى يَدَعَهَا: إِذَا حَدَّثَ كَذَبَ، وَإِذَا عَاهَدَ غَدَرَ، وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ، وَإِذَا خَاصَمَ فَجَرَ». «په چا کې چې څلور خصلتونه وي هغه سوچه منافق دی او په چا کې چې له دغو څخه یو خوی هم وي په هغه کې د نفاق یو خوی دی تر دې چې پرې یې ږدي: کله چې خبرې کوي درواغ وايي او کله چې تړون وکړي ماتوي یې، كله چې وعده وکړي وعده خلافي کوي او کله چې شخړه وكړي کنځلې کوي».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 58]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د څلورو ځانګړتیاوو په اړه خبرداری ورکړی چې که په یو مسلمان کې سره یو ځای شي نو د دې ځانګړنو له امله به له منافق سره ورته والی ولري او دا په هغو کسانو تطبیقیږي چې دا ځانګړتیاوې پرې غالبه وي، او په چا کې چې په نادره توګه وي هغه پکې شامل نه دي، هغه ځانګړتیاوې دا دي:
لومړی: کله چې په قصدي توګه درواغ وايي او په خپلو خبرو کې رښتینی نه وي.
دویمه: کله چې تړون وکړي عمل پرې نه کوي او د مقابل لوری سره خیانت کوي.
دریمه: کله چې ژمنه وکړي وفا پرې نه کوي، بلکې وعده خلافي کوي.
څلورمه: کله چې چا سره شخړه کوي نو شخړه یې ډېره سخته وي او له حق څخه انحراف کوي او ورڅخه د منکرېدو لپاره یې چل کوي، او تل باطل او دروغ وایي.
نفاق د یو څه ښکاره کولو ته وایي چې خلاف یې پټوي او دا معنی په هغه شخص کې شتون لري چې دا ځانګړتیاوې لري، او منافقت یې د هغه چا په حق کې دی چې خبري یې ورسره کړي، وعده یې ورسره کړې، امانتدار یې ګرځولی، شخړه یې ورسره کړې او یا یې ورسره کوم تړون کړی دی، نه دا چې په اسلام کې منافق دی؛ چې اسلام ښکاره کوي په داسې حال کې چې په پټه کافر وي، نو په چا کې چې لدې ځانګړتیاوو څخه یوه وي، د منافق له خویونو څخه به پکې یو خوی وي تر دې چې پرې یې ږدي.

ژباړه: اندونیسیایي سنیګالي ژبه ویتنامي ژبه تګالوګ هوساوي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د منافق د ځینو نښو بیانول او په هغو کې د ښکېل کېدو څخه وېرول.
  2. له حدیث څخه مقصد دا دی چې: دا د منافق خویونه دي، او د دې خویونو لرونکی پدې خصلتونو کې د منافق سره ورته والی لري او د هغوی ناوړه اخلاق پکې دي، نه دا چې دی هغه منافق دی چې اسلام ښکاره کوي او کفر پټوي، او ویل شوي چې دا حدیث د هغه چا په حق کې دی چې دا خویونه پرې غالب وي او په اړه یې بې پروایي کوي، نو که داسې وي د دې انسان ډېری عقیده فاسده شوې ده.
  3. غزالي فرمایلي: د دين اصل په دريو شيانو کې منصحر دی: وینا، عمل او نيت، نو د وینا فاسدېدلو ته یې په دروغو او د عمل فاسدېدلو ته په یې خیانت او د نیت فاسدېدلو ته یې په وعده خلافۍ اشاره وکړه، ځکه وعده خلافي تر هغه پورې نه تر سره کیږي تر دې چې د وعده خلافۍ اراده ورسره شتون ونه لري، خو که داسې وي چې اراده یې کړي وي او بیا یو کار پیدا شو چې د وعده خلافۍ پر وړاندې خنډ وګرځېد، یا بل فکر ورغی نو پدې صورت کې ترې د منافق خوی نه دی څرګند شوی.
  4. نفاق په دوه ډوله دی: اعتقادي نفاق چې خاوند یې د ایمان له دایرې څخه وځي او هغه د اسلام پټولو او د کفر ښکاره کولو ته وایي، او بل ډول یې عملي نفاق دی چې خاوند یې په خویونو کې د منافقانو سره ورته والی لري، دا ډول نفاق یې خاوند د ایمان له داېرې څخه نه باسي، خو دا له کبیره ګناهونو څخه یوه ګناه ده.
  5. ابن حجر فرمایلي: علماوو کرامو په دې اتفاق کړی چې څوک چې په زړه او په ژبه ایمان ولري او په دې صفتونو عمل وکړي پر هغه د کفر حکم نه کیږي او نه هغه منافق دی چې تل به په جهنم کې پاتې وي.
  6. نووي فرمایلي: د علماوو یوې ډلې ویلي دي چې: مراد ترې هغه منافقان دي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې وو چې په ایمان یې اقرار کاوه خو دروغ یې ویل او په دین کې امانتدار وګرځول شول خو خیانت یې وکړ او په دیني چارو او د دین د بریا لپاره یې ژمنه وکړه خو پر ځای یې نه کړه، او په شخړو کې کنځلې او بدرد ویل.
نور