+ -

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«إِنَّ أَوَّلَ زُمْرَةٍ يَدْخُلُونَ الجَنَّةَ عَلَى صُورَةِ القَمَرِ لَيْلَةَ البَدْرِ، ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ عَلَى أَشَدِّ كَوْكَبٍ دُرِّيٍّ فِي السَّمَاءِ إِضَاءَةً، لاَ يَبُولُونَ وَلاَ يَتَغَوَّطُونَ، وَلاَ يَتْفِلُونَ وَلاَ يَمْتَخِطُونَ، أَمْشَاطُهُمُ الذَّهَبُ، وَرَشْحُهُمُ المِسْكُ، وَمَجَامِرُهُمْ الأَلُوَّةُ الأَنْجُوجُ، عُودُ الطِّيبِ وَأَزْوَاجُهُمُ الحُورُ العِينُ، عَلَى خَلْقِ رَجُلٍ وَاحِدٍ، عَلَى صُورَةِ أَبِيهِمْ آدَمَ، سِتُّونَ ذِرَاعًا فِي السَّمَاءِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 3327]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له ابوهریره رضی الله عنه نه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
بې‌شکه لومړۍ ډله چې جنت ته به داخلېږي، د بدر د شپې (څوارلسمې) سپوږمۍ په څېر به ښکلي وي؛ بیا ورپسې کسان به د آسمان د تر ټولو روڼ ستوري په شان ځلېږي دوی به نه تشې متیازې کوي او نه ډکې، او نه به لیاړې او بلغم تو کوي، د هغوی ږمنځې به له سرو زرو څخه وي او خولې (عرق) به یې مشک وي، بخورونه (د خوشبویۍ مواد) به یې د (عود الأنجوج) څخه وي (دا د خوشبویه لرګي یو ښه کیفیت لرونکی لرګی دی چې د دودولو پر مهال ښایسته بوی کوي)، یو ډول خوشبویي ده ښځې به یې حورالعین وي، ټول به د یوه سړي په شکل وي؛ د خپل پلار آدم په صورت، چې قد یې شپېته ذراعه لوړ وي».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 3327]

تشریح

نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د مؤمنانو لومړۍ ډله به چې جنت ته داخلېږي، مخونه به یې د بدر شپې د سپوږمۍ په شان روښانه وي، بیا به ورپسې هغه کسان وي چې د آسمان تر ټولو روښانه ځلیدونکي ستوري په څېر وي، دوی به د کمال ځانګړتیاوې لري چې نه به تشې متیازې کوي او نه ډکې، نه به لاړې تو کوي او نه بلغم، ږمنځې به یې د سرو زرو وي، خولې به یې د مشکو بوی لري، د بخورو د دودولو لوښي به یې یې تر ټولو ښایسته او پاکیزه بوی کوي، مېرمنې به یې حورالعین وي، دوی به په خلقت د یوه سړي په څېر وي؛ د خپل پلار آدم په څېر په صورت او قد کې چې قد به یې شپېته ذراعه لوړ وي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د جنتیانو صفت؛ او دا چې به جنت کې به دوی درجو او اعمالو ته په لیدو یو له بل سره تفاوت لري.
  2. (ذهن ته) د معنا او شرحي په نږدې کولو کې د تشبیه کارول.
ژباړه: انګلیسي اندونیسیایي بنګالي ترکي روسي سنیګالي ژبه ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري ملاګاسي الولوف اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية الماراثية
د ژباړو کتنه
نور