عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ رَضيَ اللهُ عنهُ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«فِي الجَنَّةِ مِائَةُ دَرَجَةٍ مَا بَيْنَ كُلِّ دَرَجَتَيْنِ كَمَا بَيْنَ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ، وَالْفِرْدَوْسُ أَعْلاَهَا دَرَجَةً وَمِنْهَا تُفَجَّرُ أَنْهَارُ الجَنَّةِ الأَرْبَعَةُ، وَمِنْ فَوْقِهَا يَكُونُ العَرْشُ، فَإِذَا سَأَلْتُمُ اللَّهَ فَسَلُوهُ الفِرْدَوْسَ».

[صحيح] - [رواه الترمذي] - [سنن الترمذي: 2531]
المزيــد ...

له عبادة بن الصامت رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي:
«په جنت کې سل درجې دي، د هرو دوو درجو ترمنځ واټن د آسمان او ځمکې ترمنځ په اندازه واټن دی، او فردوس تر ټولو لوړه درجه ده، له هماغې څخه د جنت څلور واړه ویالې بهېږي، او د هغې له پاسه عرش دی؛ نو کله چې له الله څخه دعا کوئ، فردوس ترې وغواړئ».

[صحيح دی] - [الترمذي روایت کړی دی] - [جامع الترمذي - 2531]

تشریح

رسول الله صلی الله عليه وسلم خبر ورکړی چې د آخرت په جنت کې سل درجې (رتبې او مقامونه) دي، د هرو دوو درجو ترمنځ واټن لکه د آسمان او ځمکې ترمنځ هومره دی، د دې جنتونو تر ټولو لوړ جنت فردوس دی، له همدې فردوس څخه د جنت څلور واړه ویالې بهېږي، او د فردوس له پاسه د الله تعالی عرش دی، نو کله چې له الله څخه جنت غواړئ، فردوس وغواړئ، ځکه دا د ټولو جنتونو څخه لوړ دی.

د حديث له ګټو څخه

  1. د جنت د خلکو ترمنځ فرق او تفاوت د هغوی د ایمان او نیکو اعمالو پر بنسټ وي.
  2. د الله څخه د فردوس الأعلی جنت غوښتلو ته هڅونه.
  3. فردوس د جنت تر ټولو لوړه او غوره برخه ده.
  4. مسلمان ته په کار ده چې همت یې لوړ وي، او هڅه وکړي چې د الله تعالی په نزد تر ټولو لوړې او غوره مرتبې وغواړي.
  5. د جنت څلور ویالې هغه دي چې په قرآن کې ذکر شوي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي:
  6. {د هغه جنت مثال چې متقیانو ته وعده ورکړل شوې، پکې ویالې دي: د اوبو ویاله چې بدبویه نه دي، د شیدو ویاله چې خوند یې نه بدلېږي، د شرابو ویاله چې څښونکو ته خوندور دي، او د صفا شاتو ویاله} (محمد سورت ۱۵ آیت)
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اندونیسیایي بنګالي نور (34)
نور