عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«مِنْ حُسْنِ إِسْلَامِ المَرْءِ تَرْكُهُ مَا لَا يَعْنِيهِ».
[قال النووي: حديث حسن] - [رواه الترمذي وغيره] - [الأربعون النووية: 12]
المزيــد ...
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي:
«د انسان د اسلام ښکلا پدې کې ده چې هغه څه پرېږدي چې د ده پورې اړه نه لري».
[قال النووي: حديث حسن] - [رواه الترمذي وغيره] - [الأربعون النووية - 12]
نبي صلی الله علیه وسلم بیانوي چې د مسلمان د اسلام د ښکلاوو کمال او د ایمان بشپړتیا پدې کې ده چې هغه له هغو خبرو او کارونو ځان لرې وساتي چې د ده پورې اړه نه لري، نه ورته مهم وي او نه یې پکې ګټه وي؛ یا دا چې په دیني او دنیوي چارو کې ورته مهم نه وي، ځکه په هغو شیانو بوختیا چې انسان پورې اړه نه لري، کېدای شي هغه له مهمو کارونو څخه وګرځوي، یا یې داسې کارونو ته اړباسي چې ځان یې ترې باید ساتلی وی، ځکه انسان به د قیامت په ورځ د خپلو اعمالو په اړه پوښتل کېږي.