عن أبي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «أَثقَل الصَّلاةِ على المُنَافِقِين: صَلاَة العِشَاء، وصَلاَة الفَجر، وَلَو يَعلَمُون مَا فِيها لَأَتَوهُمَا وَلَو حَبْوُا، وَلَقَد هَمَمتُ أًن آمُرَ بِالصَّلاَةِ فَتُقَام، ثُمَّ آمُر رجلاً فيصلي بالنَّاس، ثُمَّ أَنطَلِق مَعِي بِرِجَال معهُم حُزَمٌ مِن حَطَب إلى قَومٍ لاَ يَشهَدُون الصَّلاَة، فَأُحَرِّقَ عَلَيهِم بُيُوتَهُم بالنَّار».
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...
له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې نبي کریم - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي : «پر منافقانو تر ټولو دروند لمونځ: د ماخوستن او سهار لمونځونه دي، که دوی پوه شي چې په دې کې څه دي، نو دوی به په خاپوړو ورغلي وو، او قصد مې وکړ چې امر وکړم تر څو لمونځ ودریږي، بیا یو چاته ووایم چې خلکو ته لمونځ ورکړي، او زه د سړیو په ملګرتیا چې د لرګیو ګیډۍ ورسره وي د هغو خلکو لور ته روان شم چې لمانځه ته نه حاضریږي، او کورونه یې پرې وروسوځوم».
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
منافقانو به خلکو ته ځان ښودنه کوله، او الله به یې ډیر لږ یاداوه، لکه څرنګه چې الله - تعالی له هغوی څخه خبر ورکړي، او د هغوی لټي او تمبلي د ماخوستن او سهار په لمونځونو کې څرګندیږي، ځکه دا دوه لمونځونه په تیاره کې کیږي او دوی لمونځ کوونکو ته نه ښکاري، لدی امله ډیری منافقان لیدل کیږي چې پدې دوو لمونځونو کې کوتاهي کوي، ځکه دا دوه لمونځونه د استراحت او خوندور خوب پر مهال کیږي، او په جماعت سره ادا کول یې نشي کولی مګر په الله د کلک ایمان خاوندان، او د آخرت ثواب هیله لرونکي، نو کله چې خبره داسې ده لکه چې اشاره ورته وشوه، نو دا دوه لمونځونه پر منافقانو زیات سخت او درانده تمام شول ، خو که دوی پوهېدل چې د مسلمانانو سره یو ځای یې په جومات او جماعت سره ادا کول څومره اجر او ثواب لري نو لکه د ما شوم په څېر به په خاپوړو سره ورغلي وو، او پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - قسم یاد کړ چې هغه قصد وکړ تر څو په جماعت سره له لمانځه پاتې خلکو ته جزا ورکړي، داسې چې امر وکړي تر څو جماعت ودریږي، بیا یو سړي ته ووایي چې خلکو ته جماعت ورکړي، او دی له ځان سره سړي روان کړي چې د لرګیو ګیډی ورسره وي، او د هغه خلکو کورونو ته ورشي چې په جماعت سره لمانځه ادا کولو ته نه حاضریږي، او کورونه پرې وروسوځوي، د هغه ناوړه ګناه له امله چې دوی کړې ده او په جماعت سره د لمانځه له ادا کولو څخه پاتې شوي دي، او که چېرته په کورونو کې ښځې او بې ګناه ماشومان نه ول؛ هغوی چې هیڅ ګناه نه لري، لکه څرنګه چې د احادیثو په ځینو نورو طریقو کې یادونه وشویده.