عن جندب بن عبد الله رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «مَنْ صَلَّى صلاةَ الصُّبْحِ فهو في ذِمَّةِ اللهِ فلا يَطْلُبَنَّكُمُ اللهُ مِنْ ذِمَّتِهِ بِشَيْءٍ، فَإِنَّهُ مَنْ يَطْلُبْهُ مِنْ ذِمَّتِهِ بِشَيْءٍ يُدْرِكْهُ، ثُمَّ يَكُبُّهُ على وَجْهِهِ في نَارِ جَهَنَّمَ».
[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...
له جندب بن عبد الله - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: څوک چې د سهار لمونځ وکړي هغه د الله په حفاظت کې وي، له تاسو دې الله د خپلې ذمې په هکله د هیڅ شی طلب ونه کړي، بیشکه هغه څوک چې الله ورڅخه د خپلې ذمې په باره کې د څه شی طلب وکړي راګیر به یې کړي، بیا به یې پړمخ د جهنم په اور کې ور واچوي.
صحيح - مسلم روايت کړی دی
چا چې د سهار لمونځ وکړ نو هغه د الله په ذمه وارۍکې داخل شو لکه چې ده د الله تعالی څخه ژمنه اخیستي وي چې هیڅوک به ورته بد نه رسوي، نو هیچا ته یې ازارول روا ندي، ځکه په حقیقت کې یې ازارول د الله تعالی - په حریم - تیری کول او د هغه د امان ماتول دي چې دې لمونځ کوونکی ته یې ورکړی دی، او چا چې د الله ژمنه ماته کړه او تیری یې پرې وکړ نو په حقیقت کې یې ځان د الله تعالی سره جګړې ته ورمخامخ کړ، او الله تعالی د هغه چا لپاره غچ اخلي چې د هغه په امان او ګاونډ کې وزورول شي.