عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ:
كُنَّا مَعَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، إِذْ سَمِعَ وَجْبَةً، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «تَدْرُونَ مَا هَذَا؟» قَالَ: قُلْنَا: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: «هَذَا حَجَرٌ رُمِيَ بِهِ فِي النَّارِ مُنْذُ سَبْعِينَ خَرِيفًا، فَهُوَ يَهْوِي فِي النَّارِ الْآنَ حَتَّى انْتَهَى إِلَى قَعْرِهَا».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2844]
المزيــد ...

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو چې یو ناڅاپي غږ یې تر غوږه شو، نو هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «آیا پوهیږئ چې دا څه دي» وایي: موږ وویل چې الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: «دا یوه تیږه ده چې اویا کاله مخکې دوزخ ته ورګوزاره شوې وه، نو دا دی اوس په اور کې غورځیږي تر دې چې بیخ ته یې ورسیږي».

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 2844]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ربړوونکی اواز واورېد لکه یو څه چې راپرېوځي، نو د ورسره ناستو صحابه کرامو رضي الله عنهم څخه یې د نوموړي غږ په اړه پوښتنه وکړه، هغوی وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږی.
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته وفرمایل: دا آواز چې تاسو واورېده د هغې ډبرې دی چې اویا کاله مخکې د دوزخ له څنډې خویه شوې وه، نو همداسې ور روانه وه او ورلویده، تر دې چې اوس یې بیخ ته ورسیده چې تاسو یې غږ واوریده.

د حديث له ګټو څخه

  1. د آخرت ورځې لپاره په نېکو اعمالو چمتووالي ته هڅوونه او له جهنم څخه وېرول.
  2. الله تعالی ته د هغه څه په اړه د پوهې نسبت چې انسان پرې نه پوهېږي.
  3. د دې لپاره چې ښوونکی وکولی شي په ښه توګه نور پوه کړي باید ځانته یې پام راواړوي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (50)
نور