عَنْ سَلَمَةَ بْنِ الْأَكْوَعِ رضي الله عنه:
أَنَّ رَجُلًا أَكَلَ عِنْدَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِشِمَالِهِ، فَقَالَ: «كُلْ بِيَمِينِكَ»، قَالَ: لَا أَسْتَطِيعُ، قَالَ: «لَا اسْتَطَعْتَ»، مَا مَنَعَهُ إِلَّا الْكِبْرُ، قَالَ: فَمَا رَفَعَهَا إِلَى فِيهِ.

[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له سلمه بن الأکوع رضي الله عنه څخه روایت دی چې:
یو سړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې په چپ لاس خوراک کاوه، نو ویې فرمایل: «كُلْ بِيَمِينِكَ»، قَالَ: لَا أَسْتَطِيعُ، قَالَ: «لَا اسْتَطَعْتَ» « په ښي لاس وخوره» هغه وویل: نه شم کولای: هغه وفرمایل: ویې نه کړای شې(یعنې لاسونه دې شل شه) هغه - له دې څخه کبر منع کړ چې په ښي لاس خوراک وکړي- وایې: ویې نه کړای شول چې خپل لاس خولې ته پورته کړي.

صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم یو سړی ولیده چې په چپ لاس یې خوراک کاوه، نو امر یې ورته وکړ چې په ښي لاس خوراک وکړي، سړي په کبر او درواغو سره ځواب ورکړ چې نه شي کولای! نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ښېرا وکړ چې په ښي لاس له خوراک کولو څخه محروم شي، نو الله تعالی - د هغه سړي په حق کې - د خپل پېغمبر بد دعایي قبوله کړه او د هغه سړي ښی لاس شل شو چې له هغه وروسته یې بیا د خوراک او څښاک لپاره پورته نه کړ.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي تايلندي آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په ښي لاس خوراک کول واجب او په چپ لاس حرام دي.
  2. د شرعي احکامو له پلي کولو څخه چې څوک سرغړونه او لویي کوي د سزا مستحق دی.
  3. الله جل جلاله پدې کار سره د خپل پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم درناوی وکړ چې دعا یې ورته قبوله کړه.
  4. په هر حالت کې امر بالمعروف او نهی عن المنکر روا دی، آن تر دې چې دا کار د ډوډۍ خوړلو پر مهال هم وشي.