عن ابن مسعود رضي الله عنه قال: قال النبي صلى الله عليه وسلم:
«الْجَنَّةُ أَقْرَبُ إِلَى أَحَدِكُمْ مِنْ شِرَاكِ نَعْلِهِ، وَالنَّارُ مِثْلُ ذَلِكَ».

[صحيح] - [رواه البخاري] - [صحيح البخاري: 6488]
المزيــد ...

له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
"جنت ستاسو څخه یو تن ته د هغه د بوټانو له تسمې څخه ډیر نږدې دی او دوزخ هم همداسې دی".

[صحيح دی] - [بخاري روايت کړی دی] - [صحيح البخاري - 6488]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې جنت او دوزخ انسان ته دومره نږدې دي لکه د پښې پر څټ د بوټانو تسمې چې نږدې دي، ځکه چې کله هغه داسې یو عمل وکړي چې الله جل جلاله پرې خوښیږي، نو له امله یې جنت ته ځي او يا ګناه وکړي چې له امله یې دوزخ ته ځي.

د حديث له ګټو څخه

  1. ښه کار ته هڅول که لږ هم وي او له بد کار څخه وېرول که لږ هم وي.
  2. مسلمان باید په خپل ژوند کې امید او وېره سره یوځای کړي، او تل له الله تعالی څخه وغواړي چې په حق یې ثابت ولري، ترڅو نجات ومومي او په خپل حال مغرور نه شي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (67)
نور