1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې
  3. عقیده

حدیث الحمدُ لله الذي ردَّ كيدَه إلى الوسوسَةِ». یعنې الله ستر دی الله ستر دی، الله لره ستاینه ده چې د شیطان مکر یې د هغه وسوسې ته وروګرځاوه

عن ابن عباس رضي الله عنهما قال:
جاءَ رجُلُ إلى النبي صلى الله عليه وسلم فقال: يا رسولَ اللهِ، إن أحدنا يجدُ في نفسِهِ -يُعرِّضُ بالشَّيءِ- لأَن يكونَ حُمَمَةً أحَبُّ إليه من أن يتكلَّم بِهِ، فقال: «اللهُ أكبرُ، اللهُ أكبرُ، الحمدُ لله الذي ردَّ كيدَه إلى الوسوسَةِ».

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې وایي:
یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته ویې ویل: اې د الله رسوله، زموږ څخه یو تن په خپل ځان کې داسې څه ویني - داسې یو څه ورته په خیال کې راځي چې- دا ورته غوره ښکاري چې سکروټې او ایره شي خو هغه څه یې چې په زړه کې تیریږي - په خوله یې ونه وایي، نو هغه وویل: «اللهُ أكبرُ، اللهُ أكبرُ، الحمدُ لله الذي ردَّ كيدَه إلى الوسوسَةِ». یعنې الله ستر دی الله ستر دی، الله لره ستاینه ده چې د شیطان مکر یې د هغه وسوسې ته وروګرځاوه».

صحيح دی ابو داود او النسائي په السنن الکبری کې روایت کړی دی سنن ابو داود - 5112

تشریح

یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته یې وویل: اې د الله رسوله، زمونږ څخه یو تن په خپل ځان کې داسې څه حس کوي چې په خوله ویل یې ډیره لویه خبره ده، تر دې پورې چې ایره شي دا ورته ډیره غوره ده لدې چې په اړه یې خبرې وکړي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه ځلې الله اکبر وویل او د الله تعالی حمد یې ادا کړ چې د شیطان مکر یې یوازې د هغه وسوسې ته وروګرځاوه ـ یعنې له وسوسې پرته نور هیڅ نشي کولای - .

د حديث له ګټو څخه

  1. د دې خبرې بیان چې شیطان مؤمنانو ته په انتظار ناست دی تر څو یې په وسوسې سره ګمراه کړي او له ایمان څخه یې کفر ته واړوي.
  2. د دې خبرې بیان چې شیطان د مؤمنانو په وړاندې کمزوری دی ځکه چې له وسوسې اچولو پرته نور هیڅ نه شي کولای.
  3. مؤمن باید د شیطان له وسوسو څخه مخ واړوي او له مینځه یې یوسي.
  4. د یو ښه او حیرانونکي څیز او دې ته ورته کارونو د پېښېدلو پر مهال د تکبیر ویلو مشروعیت.
  5. مسلمان لپاره د هرې سختې پوښتنې د پیدا کیدو پر مهال روا دی چې په اړه یې پوښتنه وکړي.

د ژباړو راړول

68 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
FR Français الفرنسية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
JA 日本語 اليابانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
YO Yorùbá اليوروبا
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
SO Soomaali الصومالية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
FF Fulfulde الفولانية
IT Italiano الإيطالية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
BG Български البلغارية
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
EL Ελληνικά اليونانية
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
LN Lingala اللينجالا
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
BM Bambara البامبارية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
DA Dansk الدنماركية
RN Kirundi الكيروندي
KMR Kurmancî الكرمنجية
MS Bahasa Melayu الملايو