1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې
  3. عقیده

حدیث ځینې وختونه زمونږ زړونو ته داسې خبرې راځي چې ډیره سخته ده چي په اړه یې خبرې وکړو، هغه وفرمایل: «آیا داسې څه مو حس کړي دي؟» هغوی وویل: هو، ویې فرمایل: همدا څرګند او روښانه ایمان دی

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قال:
جَاءَ نَاسٌ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَسَأَلُوهُ: إِنَّا نَجِدُ فِي أَنْفُسِنَا مَا يَتَعَاظَمُ أَحَدُنَا أَنْ يَتَكَلَّمَ بِهِ، قَالَ: «وَقَدْ وَجَدْتُمُوهُ؟» قَالُوا: نَعَمْ، قَالَ: «ذَاكَ صَرِيحُ الْإِيمَانِ».

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي:
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو څخه یو څه خلک راغلل او ورڅخه یې پوښتنه وکړه چې ځینې وختونه زمونږ زړونو ته داسې خبرې راځي چې ډیره سخته ده چي په اړه یې خبرې وکړو، هغه وفرمایل: «آیا داسې څه مو حس کړي دي؟» هغوی وویل: هو، ویې فرمایل: همدا څرګند او روښانه ایمان دی».

صحيح دی مسلم روايت کړی دی صحيح مسلم - 132

تشریح

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو یوه ډله راغله او له هغه څخه یې پوښتنه وکړه چې دوی کله په خپلو زړونو کې د داسې لویو - خبرو - احساس کوي چې سخته ده ورته په اړه یې خبرې وکړي، ځکه چې هغه خورا بدې خبرې دي او دوی ورڅخه کرکه لري. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه څه چې تاسو موندلي دي روښانه ایمان او یقین دی چې تاسو هڅوي د هغه څه مخه ونیسئ چې شیطان یې په زړه کې در اچوي، نو تاسو یې له ویلو انکار کوئ او په زړه کې درته ډیره لویه تمامیږي چې په اړه یې خبرې وکړئ، او یقینا چې شیطان ستاسو په زړونو باندې واک نه دی ترلاسه کړی، د هغه چا په څیر چې شیطان یې په زړه قبضه کړې وي او له ځان سره داسې هیڅ شی نه لري چې دفاع پرې وکړي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د ایمان د خاوندانو په وړاندې د شیطان کمزوري، ځکه چې هغه یوازې د وسوسې کولو توان لري.
  2. د نفس په وسواسونو باور نه کول او نه منل، ځکه دا د شیطان له لوري دی.
  3. د شيطان وسوسه مؤمن ته هيڅ ضرر نه رسوي، خو بايد له وسوسو څخه یې په الله جل جلاله پناه وغواړي او له ډېر لرې تګ څخه دې پکې ځان وساتي.
  4. مسلمان بايد د خپل دين په اړه د پوښتنو په اړه چوپه خوله پاتې نه شي، او بايد په ​​اړه یې پوښتنه وکړي.

د ژباړو راړول

69 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
FR Français الفرنسية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
JA 日本語 اليابانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
YO Yorùbá اليوروبا
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
SO Soomaali الصومالية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
FF Fulfulde الفولانية
IT Italiano الإيطالية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
BG Български البلغارية
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
EL Ελληνικά اليونانية
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
LN Lingala اللينجالا
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
BM Bambara البامبارية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
DA Dansk الدنماركية
RN Kirundi الكيروندي
YAO Yao الياو
KMR Kurmancî الكرمنجية
MS Bahasa Melayu الملايو