عَن أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«يَأْتِي الشَّيْطَانُ أَحَدَكُمْ فَيَقُولُ: مَنْ خَلَقَ كَذَا؟ مَنْ خَلَقَ كَذَا؟ حَتَّى يَقُولَ: مَنْ خَلَقَ رَبَّكَ؟ فَإِذَا بَلَغَهُ فَلْيَسْتَعِذْ بِاللهِ وَلْيَنْتَهِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 3276]
المزيــد ...

له ابو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي:
«شیطان ستاسو څخه یو ته راځي او وايي: دا فلانی شی چا پيدا کړی؟ دا فلانی شی چا پيدا کړی؟ تر دې چې ووايي: ستا رب چا پیدا کړی؟ نو کله چې دې حد ته ورسېده، نو په الله دې پناه وغواړي او نور دې ودریږي».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 3276]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو پوښتنو په اړه چې شیطان پرې مؤمن ته وسوسې ور اچوي د مؤثرې درملنې څخه خبر ورکوي. شیطان به ووایي: دا فلانی چا پيدا کړی دی؟ دا فلانی چا پیدا کړی دی؟ ځمکه چا پیدا کړې ده؟ نو مؤمن به ورته د دين، فطرت او عقل له مخې پدې وینا سره جواب ورکړي چې: الله، خو شیطان د وسوسې اچولو لدې حد سره نه ودریږي، بلکې بل پړاو ته ځي تر دې چې ووایی: ستا رب چا پیدا کړی دی؟ بیا مؤمن په درېو کارونو سره دغه وسوسه له منځه وړي:
په الله تعالی باندې په ایمان لرلو سره.
او له شیطان څخه په الله جل جلاله باندې پناه وړلو سره.
او په وسوسو کې له مخکې تللو څخه په ودرېدلو سره.

د حديث له ګټو څخه

  1. د شيطان له وسوسو او خطرونو څخه مخ اړول او د هغو په اړه فکر نه کول او د لرې کولو لپاره یې الله سبحانه وتعالی ته پناه وړل.
  2. هره هغه وسوسه چې د انسان زړه ته لویږي او د شریعت خلاف وي، هغه به د شیطان له لورې وي.
  3. د الله تعالی په ذات کې د فکر کولو ممانعت، او د هغه په مخلوقاتو او نښانو کې په فکر کولو ټینګار.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (65)
نور