عَنْ خُرَيْمِ بْنِ فَاتِكٍ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«الْأَعْمَالُ سِتَّةٌ، وَالنَّاسُ أَرْبَعَةٌ، فَمُوجِبَتَانِ، وَمِثْلٌ بِمِثْلٍ، وَحَسَنَةٌ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا، وَحَسَنَةٌ بِسَبْعِ مِائَةٍ، فَأَمَّا الْمُوجِبَتَانِ: فَمَنْ مَاتَ لَا يُشْرِكُ بِاللهِ شَيْئًا دَخَلَ الْجَنَّةَ، وَمَنْ مَاتَ يُشْرِكُ بِاللهِ شَيْئًا دَخَلَ النَّارَ، وَأَمَّا مِثْلٌ بِمِثْلٍ: فَمَنْ هَمَّ بِحَسَنَةٍ حَتَّى يَشْعُرَهَا قَلْبُهُ، وَيَعْلَمَهَا اللهُ مِنْهُ كُتِبَتْ لَهُ حَسَنَةً، وَمَنْ عَمِلَ سَيِّئَةً، كُتِبَتْ عَلَيْهِ سَيِّئَةً، وَمَنْ عَمِلَ حَسَنَةً فَبِعَشْرِ أَمْثَالِهَا، وَمَنْ أَنْفَقَ نَفَقَةً فِي سَبِيلِ اللهِ فَحَسَنَةٌ بِسَبْعِ مِائَةٍ، وَأَمَّا النَّاسُ، فَمُوَسَّعٌ عَلَيْهِ فِي الدُّنْيَا مَقْتُورٌ عَلَيْهِ فِي الْآخِرَةِ، وَمَقْتُورٌ عَلَيْهِ فِي الدُّنْيَا مُوَسَّعٌ عَلَيْهِ فِي الْآخِرَةِ، وَمَقْتُورٌ عَلَيْهِ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ، وَمُوَسَّعٌ عَلَيْهِ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ».

[حسن] - [رواه أحمد]
المزيــد ...

له خریم بن فاتک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«الْأَعْمَالُ سِتَّةٌ، وَالنَّاسُ أَرْبَعَةٌ، فَمُوجِبَتَانِ، وَمِثْلٌ بِمِثْلٍ، وَحَسَنَةٌ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا، وَحَسَنَةٌ بِسَبْعِ مِائَةٍ، فَأَمَّا الْمُوجِبَتَانِ: فَمَنْ مَاتَ لَا يُشْرِكُ بِاللهِ شَيْئًا دَخَلَ الْجَنَّةَ، وَمَنْ مَاتَ يُشْرِكُ بِاللهِ شَيْئًا دَخَلَ النَّارَ، وَأَمَّا مِثْلٌ بِمِثْلٍ: فَمَنْ هَمَّ بِحَسَنَةٍ حَتَّى يَشْعُرَهَا قَلْبُهُ، وَيَعْلَمَهَا اللهُ مِنْهُ كُتِبَتْ لَهُ حَسَنَةً، وَمَنْ عَمِلَ سَيِّئَةً، كُتِبَتْ عَلَيْهِ سَيِّئَةً، وَمَنْ عَمِلَ حَسَنَةً فَبِعَشْرِ أَمْثَالِهَا، وَمَنْ أَنْفَقَ نَفَقَةً فِي سَبِيلِ اللهِ فَحَسَنَةٌ بِسَبْعِ مِائَةٍ، وَأَمَّا النَّاسُ، فَمُوَسَّعٌ عَلَيْهِ فِي الدُّنْيَا مَقْتُورٌ عَلَيْهِ فِي الْآخِرَةِ، وَمَقْتُورٌ عَلَيْهِ فِي الدُّنْيَا مُوَسَّعٌ عَلَيْهِ فِي الْآخِرَةِ، وَمَقْتُورٌ عَلَيْهِ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ، وَمُوَسَّعٌ عَلَيْهِ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ». «عملونه شپږ دي او خلک څلور ډوله دي، دوه عملونه دي چې واجبوونکي دي، او - بل ډول - سر په سر، او نیکي یو په لس چنده ده، او - بل ډول - نیکي په اووه سوه ده ؛ نو هغه دوه عملونه چې واجبوونکي دي- دا دي چې - څوک پداسې حال کې مړ شو چې د الله تعالی یې سره یې شرک نه وي کړی نو جنت ته داخل شو، او څوک چې مړ شو پداسې حال کې چې د الله تعالی سره یې شرک کړی وي اور ته داخل شو، او هغه چې سر په سر دي - دا دي چې - چا د نیکۍ اراده وکړه تر دې چې په زړه کې یې احساس کړي او الله تعالې یې په نیت پوه شي نو نیکي به ورته ولیکل شي، او چا چې ګناه وکړه، نو ګناه به پرې ولیکل شي، او چا چې نیکي وکړه نو لس چنده به ورته حساب شي، او چا چې د الله تعالی په لار کې څه ورکړل نو یوه نیکي په اووه سوه ده. او خلک چې دي؛ نو یو ډول یې داسې دي چې په دنیا کې پرې پراخي وي خو په آخرت کې به پرې تنګستیا وي - او بل ډول یې هغه دي چې - په دنیا کې پرې تنګستیا وي او په اخرت کې پرې پراخي وي، - او بل هغه دي چې - په دنیا او آخرت دواړو کې پرې تنګستیا وي - او بل هغوی دي چې - په دنیا او آخرت کې پرې پراخي وي».

صحيح - احمد روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې عملونه شپږ ډوله دي او خلک څلور ډوله دي، او هغه شپږ عملونه دا دي:
لومړی: څوک چې پرته له دې چې له الله تعالی سره څه شریک جوړ کړي مړ شي، جنت ورته واجب دی.
او دویم: څوک چي په داسې حال کې مړ شي چې له الله سره يې شرک کړی وي، هغه ته اور واجب شو او تل به پکې وي.
او دا دواړه واجبوونکي دي.
او دريم: هغه نیکي چې - یوازې - نیت یې شوی وي، نو چا چې د نیک عمل نيت وکړ او په خپل نيت کې رښتينی و، تر دې چې هغه يې په زړه کې محسوس کړ او الله تعالی د هغه پدې ​​نيت پوه شو خو بیا ورته یو کار رامخې ته شو چې له امله یې نوموړی عمل تر سره نه کړای شو، نو د هغه لپاره پوره نیکي لیکل کیږي.
څلورم: هغه بد عمل چې تر سره شوی وي؛ نو چا چې بدي وکړه، د هغه لپاره به یوه بدې ولیکل شي.
او دا هغه دوه عملونه دي چې سر په سر دي او زیاتوالی پکې نشته.
پنځم: یوه نیکي چې د لسو نېکیو سره برابره ده، دا هغه څوک دی چې د نیکۍ نیت یې کړی وي او نیکي یې تر سره کړی وي، نو د ده لپاره لس نیکۍ لیکل کیږي.
شپږم: یوه نیکي د اوو سوو نېکیو سره برابره ده، او څوک چي یو ځل د الله په لاره کې انفاق وکړي، نو دا نیکي ورته اووه سوه نیکۍ لیکل کیږي، او دا د الله تعالی له فضل او سخاوت څخه دي په خپلو بنده ګانو.
او کوم چې څلور ډوله خلک دي نو په لاندې ډول دي:
لومړی: هغه څوک دی چې په دنیا کې یې رزق پراخه وي، په نعمتونو کې وي، څه چې وغواړي هغه پکې مومي، مګر په آخرت کې به پرې تنګستیا وي او تګ به یې د دوزخ لورې ته وي، دا هغه کافر دی چې شتمن وي.
او دویم: هغه څوک دی چې په دنیا کې پرې د رزق تنګستیا وي، خو په آخرت کې پرې پراخي وي او منزل یې جنت دی، دا غریب مؤمن دي.
او دریم: هغه دی چې په دنیا او آخرت دواړو کې پرې تنګستیا وي، چې دا فقیر کافر دی.
او څلورم هغه څوک دی چې په دنیاو او آخرت دواړو کې پرې پراخي وي، چې دا مالداره مؤمن دی.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په خپلو بندګانو باندې د الله تعالی لوی فضل او د هغوی د نیکیو زیاتول.
  2. د الله تعالی عدل او سخاوت، چې هغه له مونږ سره په انصاف چلند وکړ چې ګناه یې راته یوه وشمېرله.
  3. الله تعالی سره د شرک د - ګناه - لوی والی، چې له جنت څخه پرې انسان محرومیږي.
  4. د الله تعالی په لار کې د لګښت د غوره والي بیان.
  5. د الله تعالی په لاره کې د لګښت څو چنده ثواب له اوو سوو څخه پیلیږي. ځکه چې دا د الله تعالی د کلمې په لوړولو کې مرسته کوي.
  6. د خلکو د ډولونو او د هغوی د توپیرونو بیان.
  7. په دنیا کې د مؤمن او غیر مؤمن دواړو لپاره پراخي شته خو په آخرت کې پراخي یوازې د مؤمن لپاره ده.