عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«إِنَّ اللهَ لَا يَظْلِمُ مُؤْمِنًا حَسَنَةً، يُعْطَى بِهَا فِي الدُّنْيَا وَيُجْزَى بِهَا فِي الْآخِرَةِ، وَأَمَّا الْكَافِرُ فَيُطْعَمُ بِحَسَنَاتِ مَا عَمِلَ بِهَا لِلَّهِ فِي الدُّنْيَا، حَتَّى إِذَا أَفْضَى إِلَى الْآخِرَةِ، لَمْ تَكُنْ لَهُ حَسَنَةٌ يُجْزَى بِهَا».

[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«إِنَّ اللهَ لَا يَظْلِمُ مُؤْمِنًا حَسَنَةً، يُعْطَى بِهَا فِي الدُّنْيَا وَيُجْزَى بِهَا فِي الْآخِرَةِ، وَأَمَّا الْكَافِرُ فَيُطْعَمُ بِحَسَنَاتِ مَا عَمِلَ بِهَا لِلَّهِ فِي الدُّنْيَا، حَتَّى إِذَا أَفْضَى إِلَى الْآخِرَةِ، لَمْ تَكُنْ لَهُ حَسَنَةٌ يُجْزَى بِهَا». «الله تعالی په مؤمن باندې په نيکۍ کې ظلم نه کوي، په دنيا کې پرې بدله ورکوي او په آخرت کې پرې هم بدله ورکوي ، او کافر ته په هغې نيکۍ سره خواړه ورکوي چې په دې دنيا کې يې د الله لپاره کړي وي، تر دې چې کله آخرت ته لاړ شي، نو داسې کوم نیک عمل به نه لري چې بدله یې ورکړل شي».

صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په مومنانو باندې د الله تعالی فضل او کافرانو سره د هغه د عدالت لویي څرګندوي. د مؤمن لپاره د هغه د نیک عمل اجر نه کمیږي؛ بلکي هغه ته په دنيا کې هم د هغه د اطاعت په بدل کې نيکي ورکول کيږي، د هغې بدلې سربېره چې په آخرت کې ورته ذخیره کیږي؛ او کېدای شي چې ټوله بدله ورته د آخرت لپاره وساتل شي. او کافر چې دی، نو هغه ته الله تعالی په دنیا کې د هغه د نېکو اعمالو په بدل کې بدله ورکوي، تر دې چې کله آخرت ته لاړ شي نو ثواب به نه لري چې بدله یې ورکړل شي؛ ځکه هغه نېک عمل چې خاوند ته یې په دنیا او آخرت کې ګټه رسوي شرط یې دا دی چې کوونکی به یې مؤمن وي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. دا چې څوک په کفر مړ شو نو عمل یې ورته ګټه نه رسوي.
نور