د احادیثو لړلیک

؛بېشکه چې الله جل جلاله غیرت کوي، او مؤمن غیرت کوي، او د الله -جل جلاله- غیرت دا دی چې یو څوک هغه څه وکړي چې الله تعالی پرې حرام کړي وي
عربي انګلیسي اردو
په حقيقت كې الله جل جلاله ښه او بد ليكلي، بيا يې بيان کړي دي، نو چا چې د نيکۍ اراده وکړه خو یې ونه کړه، الله تعالی به د هغه لپاره پوره نيکي وليکي، او که چېرته یې اراده وکړه او عمل یې پرې هم وکړ نو الله تعالی به ورته لس نیکۍ تر اوه سوه چنده، او څو چنده زیاتې ولیکي، او چا چې د بدۍ اراده وکړه خو عمل یې پرې ونه کړ نو الله تعالی به یې ورته د ځان سره پوره نیکي ولیکي، خو که چېرته یې د بدۍ اراده وکړه او عملي یې کړه نو الله تعالی به ورته یوه بدي ولیکي
عربي انګلیسي اردو
الله تعالی ستاسو شکلونو او مالونو ته نه ګوري، بلکې هغه ستاسو زړونو او عملونو ته ګوري
عربي انګلیسي اردو
اې زما بندګانو، ما پر خپل ځان ظلم حرام کړی دی او ستاسو تر منځه مې هم حرام ګرځولی نو یو پر بل ظلم مه کوئ
عربي انګلیسي اردو
بېشکه الله - جل جلاله - ظالم ته مهلت ورکوي، تر دې چې کله یې راونیسي بیا یې نه پریږدي
عربي انګلیسي اردو
په رحم کوونکو باندې الله رحم کوي، تاسو د ځمکې پر خلکو رحم وکړئ هغه ذات چې په اسمانونو کې دی پر تاسو به رحم وکړي
عربي انګلیسي اردو
زمونږ پروردګار، تبارک وتعالی، هره شپه په وروستۍ پاتې دریمه برخه کې د دنیا اسمان ته راکوزیږي
عربي انګلیسي اردو
عمل له افراط او تفریط پرته بشپړوالي ته ورنږدې کړئ او یا یې بشپړ ادا کړئ، او پوه شئ چې هېڅوک به ستاسو څخه په عمل ونه ژغورل شي». هغوی وویل: ته هم اې د الله رسوله؟ هغه وفرمایل: «زه هم نه، مګر دا چې الله مې په خپل رحمت او مهربانۍ کې پټ کړي
عربي انګلیسي اردو
أَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي، وَأَنَا مَعَهُ حِينَ يَذْكُرُنِي
عربي انګلیسي اردو
لَا يَسْتُرُ عَبْدٌ عَبْدًا فِي الدُّنْيَا إِلَّا سَتَرَهُ اللهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ». «په دنیا کې هېڅ بنده د بل بنده پرده نه کوي مګر دا چې د قیامت په ورځ به الله تعالی د هغه پرده وکړي
عربي انګلیسي اردو
اې خلکو! الله پاک دی او له پاکۍ پرته بل څه نه قبلوي، او الله تعالی مومنانو ته د هغه څه امر کړی چې رسولانو ته یې امر کړی و
عربي انګلیسي اردو
يَا ابْنَ آدَمَ إِنَّكَ مَا دَعَوْتَنِي وَرَجَوْتَنِي غَفَرْتُ لَكَ عَلَى مَا كَانَ فِيكَ وَلاَ أُبَالِي
عربي انګلیسي اردو
د ادم زوی زما څخه انکار وکړ او هغه د دې حق نه درلود او هغه زما سپکاوی وکړ خو هغه د دې حق نه درلود
عربي انګلیسي اردو
څوک چې زما له دوست سره دښمني وکړي، نو ما له هغه سره د جنګ اعلان وکړ او زما بنده ما ته په بل هیڅ شي دومره ندی رانږدې شوی لکه څومره چې د هغه څه په کولو سره رانږدې کیږي چې ما پرې فرض کړي دي
عربي انګلیسي اردو
په تاسو کې هېڅوک نشته مګر دا چې الله به ورسره خبرې وکړي، په داسې حال کې چې د هغه او د ده ترمنځ به هېڅ ترجمان نه وي
عربي انګلیسي اردو
«أعوذ بالله العظيم، وبوجهه الكريم، وسلطانه القديم، من الشيطان الرَّجِيم
عربي انګلیسي اردو
الله تبارک و تعالی به جنتیانو ته ووایي: اې جنتیانو؟ هغوی به ووایي: مونږ دې پرله پسې امر پر ځای کولو ته تیار یو زمونږ ربه! او پرلپسې پرې خوښ یو، نو وبه وایي: آیا راضي یاست؟ هغوی به ووایي: مونږ به ولې نه راضي کیږو پداسې حال کې چې موږ ته دې دومره څه راکړي چې خپلو هېڅ مخلوقاتو ته دې نه دي ورکړي؟
عربي انګلیسي اردو
الله تعالی په مؤمن باندې په نيکۍ کې ظلم نه کوي، په دنيا کې پرې بدله ورکوي او په آخرت کې پرې هم بدله ورکوي
عربي انګلیسي اردو
الله جل جلاله به ځمکه په خپله قبضه کې ونیسي، او اسمانونه به په ښي لاس کې نچه کړي، بیا به وفرمایي: زه پادشاه یم، چېرته دي د ځمکې پادشاهان
عربي انګلیسي اردو
آیا هغه ذات چې ده ته یې په دنیا کې وړتیا ورکړې ده چې په پښو وګرځي پدې قادر ندی چې په قیامت کې یې په مخ وګرځوي؟
عربي انګلیسي اردو